Add new comment

آرای شمار زیادی از محلات مجدداً شمارش خواهد شد

کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې تر دې مهاله يې ١٩٤١ شکايتونه څېړلي او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو شکايتونو ته په پام سره به د ډېرو محلونو رايې يو ځل بيا وشمېرل شي.
دغه کمېسيون، خپلې ډاګيزې ناستې د غبرګولي مياشتې له لسمې نېټې راپدېخوا د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنيو د استازو په شتون کې، پيل کړې او تر دې مهاله يې د څلورو زونونو رايې څېړلې او ټاکل شوې، چې شاوخوا درې زره شکايتونه په راتلونکو درېيو ورځو کې وڅېړي.
د نن ورځې په ډاګيزه ناسته کې، د ختيځ او سوېل ختيځ زون (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، پکتيا او پکتيکا) د ولايتي شوراګانو د نوماندانو شاوخوا ٦٠٠ شکايتونه وڅېړل شول، خو ډېرى نوماندانو ادعا کوله، چې د دوى حق تلف شوى او رايې يې بايد له سره وشمېرل شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يوه معترض نوماند مهتاب ملکزي وويل، د هغه ټولې شمېرل شوې رايې ٣١١٠ وې، خو اوس يې رايې ٨٦١ رايو ټه راټيټې شوې او بايد چې کمېسيون ورته لاسرسى وکړي.
هغه زياته کړه: "ما په خپله سيمه کې ١١٦ رايې درلودې، خو د کمېسيون په سايټ کې زما په ګټه ٥٧ رايې ليکل شوې او پاتې نورې يې ورکې دي."
د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې، د غبرګولي مياشتې په ٣١مه د ټاکنو کمېسيون د ډيټابيس له لارې اعلان شوې. په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ٢٦٠٠ کسان ولايتي شوراګانو ته نوماند شوي وو، چې له دې ډلې يې ٤٥٨ کسانو دغو شوراګانو ته لاره موندلې ده.
له پکتيکا ولايت څخه يو بل معترض نوماند عزيز هم وايي، د هغه ٣٧٠٠ رايې نه دي شمېرل شوې او له کمېسيون څخه يې وغوښتل، چې د هغوى رايې يو ځل بيا وشمېري، ترڅو هر څوک خپل حق تر لاسه کړي.
د کونړ ولايت يوه معترض نوماند هم وويل، چې د هغه د څارونکو د معلوماتو له مخې، نوموړي ٥٧٨٥ رايې تر لاسه کړې وې، خو اوسمهال د هغه رايې ٤٠٤٠ ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه: "ورکې شوې رايې زموږ په ګټه نه دي حساب شوي، بايد يو ځل بيا وشمېرل شي، ترڅو د هېڅ کانديد واقعي حق تلف نه شي."
خو د ټاکنيزو شکايتونو منشي او وياند نادر محسني، په دغه ډاګيزه ناسته کې وويل، دوى هڅه کوي د نوماندانو ستونزو ته په پام سره د دوى ټولو خوښي او رضايت تر لاسه شي.
د هغه په وينا، تر دې مهاله له ټولو زونونو ١٩٤١ شکايتونه څېړل شوي او شکايتونو ته په پام سره د يو شمېر ډېرو مرکزونو رايې به بيا وشمېرل شي.
هغه د ټولو هغو رايو شمېر، چې له سره به وشمېرل شي، څرګند نه کړ او زياته يې کړه چې دوى د ټولو معترضو نوماندانو شکايتونه اورېدلي او د ثبوت او سندونو له وړاندې کولو وروسته به د دوى د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه وکړي.
محسني زياته کړه، چې دوى له يو شمېر داسې مواردو سره مخ شوي، چې د لومړي پړاو ټاکنو په پايلو کې ستونزې په ګوته کوي او د ټاکنو کمېسيون دغه کار، د ولايتي شوراګانو د ډېر شمېر غړو اعتراضونه راپورته کړي دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا دغه ټولې ادعاوې ردوي او وايي، دغه کمېسيون د ولايتي شوراګانو د رايو په شمېرلو کې له پوره غور کار اخيستى دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، د دغه کمېسيون د کار پر روڼتيا او غور کولو ټينګار کړى او په دې اړه يې پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "موږ د ډېر غور او دقت لپاره د ټاکنو کمېسيون پايلې له درې ورځې ځنډ وروسته اعلان کړې."
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون زياته کړه، چې هره ورځ د اړونده زون د شکايتونو له څېړلو وروسته خپلې پرېکړې صادروي او هڅه کوي د خپلې پرېکړې پايلې د غبرګولي مياشتې تر ٢٢مې پورې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.