کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د ولايتي شوراګانو کانديدانو د شکايتونو څېړنې په موخه خپلې علني ناستې د راتلونکې اونۍ د شنې په ورځ (١٠ غبرګولى) پيلوي.
ددغه کمېسيون چارواکو، په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو له کانديدانو غوښتي، ټول هغه سندونه او مدارک چې د دوى شکايتونه مستندوي، ياد کمېسيون ته وسپاري.
د دغه کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني، کابل کې نن په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د راتلونکې اونۍ تر پايه به د دوى علني څېړنې د شپږو ورځو لپار دوام ومومي او په دغه موده کې به شاوخوا درې زره شکايتونو ته لاسرسى وشي.
محسني زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو له کانديدانو سربېره نور مينه وال هم د دغه کمېسيون په علني ناستو کې ګډون کولى شي.
د نوموړي په وينا، د تصميم نيونې يواځينۍ لار هغه دفاعي او مستندونه دي، چې د کانديدانو له لوري دغه کمېسيون ته وړاندې کېږي.
محسني له ټولو شکايت لرونکو کانديدانو وغوښتل، د دې لپاره چې شکايتونه يې ډېر اعتبار تر لاسه کړي، نو له ځان سره بايد ټول سندونه او مدارک ولري او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يې وړاندې کړي.
د دغه کمېسيون وياند زياته کړه، کوم شکايتونه چې مستند او مستدله بڼه ونه لري نو ډېر پام به ورته ونه شي.
نوموړي زياته کړه: " د ولايتي شوراګانو ټولو کانديدانو ته زموږ ابلاغ دا دى، چې د دفاعيو لپاره بايد بشپړ چمتووالى ولري ، په ټولو ناستو کې حاضر وي او خپل سندونه وړاندې کړي."
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند وويل، چې راتلونکې شنبه به شمال لوېديځ زون (سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب) د ولايتي شوراګانو د کانديدانو شکايتونه وڅېړي او له هغه وروسته به د يکشنبې په ورځ د شمال ختيځ زون (بغلان، بدخشان، تخار او کندوز) شکايتونه وڅېړي.
دغه کمېسيون به د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د سوېل او سوېل لوېديځ زونونو (کندهار، زابل، اروزګان او غور)، (هرات، بادغيس، نيمروز، فراه او هلمند) وڅېړي. محسني وويل، چې په يادو دوو زونونو کې يې د شکايتونو د ډېروالي له امله د شکايتونو د څېړلو لپاره دوه ورځې ځانګړې کړې دي.
د محسني د معلوماتو له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د چهارشنبې ورځ يواځې د ختيځ او سوېل ختيځو زونونو (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيکا، خوست او پکتيا) لپاره ځانګړې کړې او د پنجشنبې په ورځ به د مرکز زون (کابل، کاپيسا، پروان، وردګ، لوګر، پنجشېر، باميان، غزني او ډايکنډي) شکايتونو ته لاسرسى وکړي.
نوموړي وويل،د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هڅه کوي، چې په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه د غبرګولي مياشتې په ٢٢ مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ولېږي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې بايد د غبرګولي مياشتې په ١٧ مه اعلان شي، خو نن د ټاکنيزو شکايتونونو کمېسيون اعلان ته په کتو سره دغه نېټه څو ورځې نوره هم ځنډول کېږي.
له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې له درې ورځو ځنډ وروسته د غويي مياشتې په ٣٠ مه اعلان کړې وې.
تر دې مهاله نه ده معلومه، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به له څو ورځو ځنډ وروسته اعلان کړل شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند، د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو ټاکنيزو مبارزو ته په اشارې سره له دواړو مخکښو کانديدانو وغوښتل ، چې د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د سياليو سالمه فضا وساتي او د ټاکنيزو قوانينو اصولو ته درناوى وکړي.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د روانې مياشتې په ٢٤ مه نېټه تر سره شي.