Add new comment

"کمیسیون انتخابات در آرای ما تقلب نموده است"

 
 کابل(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٣): د ولايتي شوراګانو ځينو معترض کانديدانو په کابل کې تحصن کړى او د ولايتي شوراګانو  د کانديدانو د رايو د بيا شمېرلو او تقلب د څېړلو غوښتنه کوي.
دا تحصن کوونکي، چې شمېر يې له ٥٠  تنو زياتېږي،  نن غرمه د کابل ښار زرنګار پارک کې تر يوې لويې خېمې لاندې د تحصن په موخه را غونډ شول.
 دوى وايي،چې د افغانستان د معترضو کانديدانو مجتمع تر نامه لاندې فعاليت کوي او تر هغو به خپل تحصن ته ادامه ورکړي، چې غوښتنې يې نه وي پوره شوې.
 د کابل ولايتي شورا کانديدان او ددې ټولنې مشرې حميدې وردګ د تحصن په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې تحصن کې د کابل، ميدان وردګو، بلخ او هرات ولايتونو د ولايتي شوراګانو معترض  کانديدان  را غونډ شوي دي.
هغې زياته کړه، چې د تحصن کوونکو کانديدانو شمېره تر ١٨٠ کسانو پورې رسېږي او نور هم  له دوى سره يو ځاى کېدو ته ور روان دي.
 وردګ وويل، چې يادو شوو کانديدانو  له دې امله تحصن کړى ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نږدې ٣٣٠٠ کارکوونکو تقلب او درغلۍ کړي او په ورته وخت کې يې له قانون څخه سرغړونه کړي او د ټاکنو مشروعيت يې له منځه وړى دى.
هغې زياته کړه :((موږ د واک او ولايتي شورا د څوکۍ لپاره اعتراض نه دى کړى، بلکې د خلکو د رايو لپاره مبارزه کوو.))
 د هرات ولايتي شورا کانديد او ددې تحصن غړي نجيب الله الکوزي د وردګ د خبرو پخلى وکړ او ويې ويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ډېرى صندقونه د څارونکو له شتون پرته شمارلي او دا کار د پراخه تقلب او درغليو سبب شوى دى.
 هغه زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سرغړونو، درغليو او تقلب ٣٠٠ سندونه ورسره شته دي.
    د تحصن کوونکو پرېکړه  ولوستل شو .
  په پرېکړه ليک کې يادې غوښتنې او نيوکې راغلې او ويل شوي، چې د ټاکنو په ورځ په ځينو محلونو کې د راى پاڼو کمښت د کمېسيون  له خوا د ځينو مشخصو کانديدانو په ګټه د پلان شوي تقلب په اړه شاهدي ورکوي او د ټاکنو د ورځې پايلې د کمېسيون له خوا د ټاکنو د لومړنيو اعلان شوو پايلو سره مطابقت نه لري.
 په پرېکړه ليک کې راغلي، چې که  دولت، نړيواله ټولنه ، ټاکنيز  کمېسيونونه او نور اړوند چارواکي د معترضو  کانديدانو روا غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، نو دوى به له خپلو موکلينو څخه غوښتنه وکړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو تحريم او  اعتراض وکړي.
  د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې دې کمېسيون د ولايتي شوراګانو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، خو دا مانا نه لري، چې دا وروستۍ پايلې دي.
د هغه په خبره، امکان لري، چې وورستۍ پايلې ځينې بدلونونه رامنځته کړي، ځکه چې اعتراضونه او شکايتونه د شکايتونو کمېسيون له خوا څېړل کېږي.
 د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کمېشنر او وياند نادر محسني وايي، چې تر اوسه د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ٣٠٠٠ شکايتونه ثبت شوي او کمېسيون به ټول وڅېړي .
نوموړي له معترضو کانديدانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنيزو سرغړونو او تقلب په اړه خپل شته اسناد او شواهد شکايتونو کمېسيون ته وسپاري او په علني  ناسته کې ترې دفاع وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې د غبرګولي مياشتې په ١٧ مه نېټه اعلان شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.