کابل ( پژواک، ٢ کب ٩٣ ) : د هېواد د ولايتي شوراګانو استازو له پخواني ولسمشر څخه د خپلې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايتي شوراګانو استازو نن حامد کرزي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال د ولايتي شوراګانو رييسانو او استازو په تېرو ١٣ کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فعاليتونو ستاينه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايتي شوراګانو استازو په ډاګه کړه، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال داسې قوانين تصويب شول، چې ددولتي بنسټونو دتقويې لامل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ولايتي شورا ګانو استازو له حامد کرزي څخه وغوښتل چې د ستونزو په هواري کې له دوى سره مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولايتي شوراګانو استازو سره دليدنې پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ځوانان فعاليت کوي او د دوى د برياليتوب هيله يې څرګنده کړه.
د يادونې ده چې تېره مياشت ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو هغه قانون تصويب کړ چې دوى ته په کې يواځې د مشورې حق ورکړل شوى، خو د څار حق نه.
ولسي جرګه وايي چې په اساسي قانون کې ولايتي شوراګانو ته د څار حق نه دى ورکړل شوى.
د ولسي جرګې تر يادې پرېکړې وروسته په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو خپل دفترونه بند کړل او کاري اعتصاب يې پيل کړى دى.
خو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې حکومت له ولايتي شوراګانو سره پر سيمه ييزو ادار د څارنې هوکړې ته رسېدلى او د دې هوکړې له مخې به ولسمشر په دې اړه يو تقنيني فرمان صادر کړي.