نقش نظارتی شوراهای‌ ولایتی، طی فرمان‌تقنینی برگردانده می‌شود

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٣):د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې ولايتي شوراګانو ته څارونکى رول د ولسمشر د يوه تقنيني فرمان له مخې بېرته ورکول کېږي.
ولسي جرګې د سلواغې په ٨ مه، د ولايتي شوراګانو د قانون په تعديل شوې طرحه کې د ولايتي شوراګانو څارنيز رول د رايو په اکثريت رد کړ. له يادې پرېکړې وروسته، ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه وتړل.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې سرپرست مشر متين بېګ تېره ورځ (دوشنبه) د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ د حکومت د تقنين له کمېټې سره د ولايتي شوراګانو د استازو په ناسته کې وويل چې د دغه تقنيني فرمان له صادرېدو وروسته ولايتي شوراګانو ته بېرته د څارنې حق ورکړل شوى او دغه فرمان وروسته د ولسي جرګې له خوا تصويب کېږي.
سرچينې ليکلي: ((په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشر په تقنيني فرمان کې دې د ولايتي شوراګانو څارونکى رول پر ځاى شي. له ښه مرغه چې موږ وتوانېدو چې د خلکو د استازو او سيمه ييزې حکومتوالۍ تر منځ د لا زياتې همکارۍ له پاره ګام اوچتوو.))
د متين بېګ په خبره: ((د ولايتي شوراګانو د څارنيز رول د تعريف)) طرحه به  د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د تقنيني فرمان له تصويب وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا له خوا هم تصويب شي.
ولسمشر د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته حکم کړى و چې د درېيو اوونيو په اوږدو کې دې د دې طرحې د تدوين چاره وروستۍ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايتي شوراګانو د څارونکي رول د تعريف طرحه تېره ورځ دوشنبې په رسمي توګه د جمهوري رياست له عالي مقام سره شريکه شوې ده.
سرچينې ليکلي دي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ولايتي شوراګانو ته د څار حق د بېرته ورکړې لپاره د ولايتي شوراګانو د استازو سره همکاره او مل ده، ځکه چې په وينا يې د ولايتي شوراګانو څارنيز رول د سيمه ييزې حکومتوالۍ د ټينګښت او د روڼتيا د ارزښتونو په برخه کې د خلکو لپاره ډېر مهم دى.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هيله څرګنده کړې چې ولايتي شوراګانې به په راتلونکو ورځو کې خپل دفترونه پرانېزي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون تېره ورځ وويل چې د دې طرحې په اړه له سيمه ييزو ارګانونو ادارې سره هوکړې ته رسېدلي، خو د ولايتي شورا دفترونه به د دې طرحې تر وروستي کېدو پورې تړلي وي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.