Add new comment

با اعمار شهرک سيد جمال الدين افغان مسير سرک حلقوى تغيير داده شده است

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٣): د سيمې خلک او د فوايد عامې وزارت وايي، چې د سيدجمال الدين افغان  ښارګوټي جوړېدو، پر دې سربېره چې د زرګونه کسانو د تلو راتلو لار تړلې، د کابل د حلقوي سړک لوري ته يې هم بدلون ورکړى دى.
 د دغه ښارګوټي کار، د ١٣٩٣ کال په لومړيو کې د ١٤٠٠ جريبه شخصي ځمکې په مساحت کې پيل شوى او د کابل په ختيځ کې يې د د احمدشاه بابا مينه، بتخاک او کمري سيمې احتوا کوي.
 د سيد جمال الدين ښارګوټى له ټولو اسانتياوو سره سره چې د يوه ښارګوټي لپاره په پام کې نيول کېږي، لکه استوګنيز کورونه، صنعتي پارک او نورې اسانتياوې لري چې د ٦٠ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د معمار شهر شرکت له لوري جوړيږي.
 خو د خاکجبار، بتخاک، کلا محسن، وياړ احمدزي او مينه اباد سيمو اوسېدونکي شکايت کوي، چې د دغه ښارګوټي جوړېدل له يوه پلوه د کابل حلقوي سړک د بدلون لامل شوي او له بل لوري د خلکو د تلو راتلو لاره يې بنده کړې، خلک له لرې او د غرونو له لارې تګ راتګ کوي.
 د هغه په وينا، که چېرې د دغه ښارګوټي له لارې لاړ شي نو په موټر کې پرې لس دقيقې تېريږي، خو اوس اړ دي چې په خامه سړک د غرونو او تپو له لارې لاړ شي چې نيم ساعت وخت پرې تيريږي.
د کلامحسن سيمې يوه اوسېدونکى ډاکټر يحيى وياړ وايي، چې له سلو کلونو راهيسې د دوى د سيمې خلک له همدې سړک څخه تېريږي، خو اوسمهال دغه سړک د سيمې د اوسېدونکو پر مخ تړل شوى دى.
 وياړ پژواک خبري اژانس ته وويل: " کله چې غواړو چې د دغه ښارګوټي له منځه تېر شو نو د ښارګوټي ساتونکي راته د تېريدو اجازه نه راکوي او پيسې غواړي په ځينو حالاتو کې د لارې د لرې والي له امله زموږ ناروغان هم تلف کېږي."
 د هغه په وينا،  دوى دغه ستونزه د کابل له والي سره هم شريکه کړې، خو د دوى ستونزه جدي نه ده نيول شوې او خلک تر اوسه پورې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
 د کابل د ولايتي شورا غړي محمد زاهد احمدزي هم وويل، چې د دغه ښارګوټي له چارواکو سره يې څو ځلې ليده کاته کړي او هغوى هم ژمنه کړې وه چې د کلي لار به ورته پخه کوي خو له دې سره سره چې دغه سړک يې پوخ نه کړ؛ د خلکو د تلو راتلو لار يې هم بنده کړه.
 احمدزي وويل، ټولې هغه پيسې چې د کليو او پراختيا له لوري مرسته شوې وې، ټولې يې د هغه سړک په جغل اچولو او پخولو لګولې چې اوسمهال د دغه ښارګوټي له منځه تېريږي، او اوس دغه سړک په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.
 د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه: " د سيمې خلک د خپل ځاى له يوه متر هم دفاع کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوى يو متر ملکيت هم ونيسي او يا د دوى د تلو راتلو لاره وتړي."
 احمدزي ګواښ وکړ چې که  يادې ستونزې ته لاسرسى ونه شي، دوى به په لاريون لاس پورې کړي او مسووليتونه به يې بيا د حکومت پر غاړه وي.
 له دې سره سره د هغو اسنادو پر بنسټ چې پژواک يې په واک کې لري، د فوايد عامه وزارت ويلي چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د دغه وزارت د سروې له مخې، د ښارګوټي سيمه سپينه ځمکه وه او د کوم دولتي او يا غيردولتي ارګان له لوري يې وزارت ته اطلاع نه ده ورکړل شوې.
 اسناد څرګندوي، چې د کابل ښار حلقوي سړک د سروې پر مهال د "سيدجمال الدين افغان" په نوم دغه ښارګوټي شتون نه درلود.
 د فوايد عامې وزارت سرپرست نورګل منګل هم وايي: " موږ هيڅکله هم د سړک لورى د ښارګوټي او يا کورونو د جوړولو لپاره نه شو بدلولى، که  چېرې موږ د سړک لارې ته بدلون ورکړو، نو د نورو هېوادوالو کورونه ويجاړيږي."
 د منګل په وينا، يو شمېر کسان له مسوولو وزارتونو او کابل ښاروالۍ سره له تفاهم پرته د ښارګوټو او يا لوړپوړو ودانيو د جوړولو ګام پورته کوي، چې طبعا ستونزې په کې رامنځته کېږي او د فوايد عامې وزارت هيڅکله هم چاته د دا ډول کار اجازه نه ده ورکړې او هيڅکله هم د کابل ښار د ماسټرپلان د نقشې خلاف کار نه کوي.
 هغه وويل، چې که  د سړک لورى بدلون ومومي نو د سړک د طول د زياتېدو تر څنګ د سړک د ډکولو او ژورولو حجم هم ډېريږي، د پروژې لګښتونه دوه برابره کېږي او له امله يې ډېر هېوادوال زيانمن کېږي.
 د فوايد عامه وزارت سرپرست د کابل ښار حلقوي سړک د هېواد په کچه له مهمو پروژو وباله او ويې ويل، حلقوي سړک پر دې سربېره په ښار کې ترافيکي ستونزې راکموي، د ښار له ککړتيا او د بار وړونکو موټرونو د مالکانو د وخت له ضايعه کېدو هم مخه نيسي.
 د منګل په وينا، دغه وزارت هڅه کوله چې دغه پروژه ژر تر ژره پيل کړي، خو د پروژې د لوى والي له امله يې کار ځنډېدلى دى.
 هغه وويل، چې اوسمهال د دوى تخنيکي کارکوونکو يو ځل بيا د حلقوي سړک سروې او څېړنه پيل کړې او هيله لري، چې د دغه سړک يوه برخه په ٢٠١٥ زېږديز کال کې پيل کړي.
 دغه سړک ٩٥ متره اوږدوالى لري چې ټولټال لګښتونه يې ٣٠٠ ميليون امريکايي ډالر کېږي چې پنځوس سلنه لګښتونه يې د اسيا پراختيايي بانک او پاتې نور يې د اسلامي بانک له لوري ورکول کېږي.
 د کابل حلقوي سړک پروژه څلور برخې پرېکوي چې د چهار اسياب ولسوالۍ څخه پيل او د احمدشاه بابا د پروژې له لارې تر تېرېدو وروسته له ماهيپر تنګي سره نښلي. دغه سړک همدارنګه د ماهيپر تنګي څخه تر تېرېدو وروسته ده سبز ولسوالۍ ته رسېږي او له دې اړخه نوى کابل را نغاړي او بيا د کابل ښار شمال ته د مراد بېګ کلا او کارېز مير په لور غځېږي.
 خو د معمار شهر شرکت د بازارموندنې مسوول عبدالولي احمديان وايي چې د سيد جمال الدين افغان ښارګوټى يو منظور شوى ښارګوتى دى او خپل قانوني جواز يې له کابل ښاروالۍ او ښار جوړونې وزارت څخه تر لاسه کړى چې د جوړېدو کار يې د روان کال په لومړيو کې د کابل ښاروال په شتون کې پيل شوى دى.
 هغه زياته کړه:((نه پوهېږم چې ددې سيمو خلک ولې له پاخه او قير شوي سړک سره ستونزه لري، موږ خو يې د ښار په منځ کې خامه سړک پوخ کړى، څو ورڅخه تګ راتګ وکړي، نور  نو څه غواړي؟))
د احمديان په خبره، دغه سړک يواځې په ښارګوټي پورې اړوند نه دى، بلکې په ټولو هغو خلکو پورې اړه لري چې له ساحې تګ راتګ کوي، هېڅ کس هم حق نه لري چې عامه لارې د چا پر مخ وتړي.
 د معمارشهر شرکت د بازارموندنې مسوول وايي:((اصلي ستونزه د دولتي ادارو تر منځ په نا همغږۍ کې ده، دغه ښار ګوټى ډېرې ستونزې هم نه لري، که چېرته ښارګوټي کومه قانوني ستونزه درلودى، نو د ښاروالۍ له خوا جواز نه ورکول کېده.))
د کابل ښاروالۍ د طرحې او پلان د پلي کولو چارو رييس محمد ياسين نيازى هم وايي چې د سيد جمال الدين افغان ښارګوټى د خپلې شته قبالې له مخې د ښاروالۍ د استملاک رياست له خوا ملکيت تثبت شوى او پر خپلو ملکيتونو يې د ښاري ماسټر پلان سره سم استوګنيزه پروژه پلان او جوړه کړې ده.
 خو نوموړي د شرکت له خوا د رامنځته شوو ستونزو په سبب جزييات ورنه کړل.
بلخوا پژواک سره شته اسناد څرګندوي چې معمار شهر شرکت د ١٣٩٣ کال د غويي مياشتې په ٢٤مه نېټه په ٤٣٥ شمېره مکتوب کې د لويې څارنوالۍ په نوم ليکلي دي، سربېره پر دې چې دوى د ښارګوټي جواز لري او کار يې د ښاري ماسټر پلان سره سم د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېټې د مصوبې پر بنسټ پيل کړى، د فوايد عامې  وزارت د اساسي قانون خلاف چې د اشخاصو او افرادو ملکيت له تعرض څخه خوندى کوي او د ښاري منظور شوي ماسټر پلان له کره مطالعې پرته غواړي چې حلقوي سړک د سيدجمال الدين افغان ښارګوټي له منځه تېر شي.
 د شرکت چارواکو وويل چې د ښارګوټي له منځه د سړک تېرېدل معمارشهر شرکت ته ستر زيان اړوي او د موضوع د څېړنې او شرکت ته د زيان اوښتو د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.
لويې څارنوالۍ د معمارشهر شرکت د مکتوب په ځواب کې ليکلي دي چې موظفو څارنوالانو له هر اړخيزې څېړنې وروسته له خپلې خوا د څارنوالۍ د دندو او واکونو د تشکيل قانون له ٢٢ مې مادې سره سم صادر چې بررسۍ او څارنې رياست له خوا وکتل شو او د فوايدې عامې وزارت ته لارښوونه وشوه چې په دې اړه اجرا ات وکړي.
 ځايي خلک همدارنګه شکايت کوي چې ټاکل شوې وه په دې ساحه کې يو صنعتي پارک چې د درېيو زرو فابريکو ځايښت به ولري، جوړ شي، خو د سيد جمال الدين اغان د ښارګوټي په جوړېدو سره صنعيتي پارک جوړ نه شو.
ډاکټر يحيى وياړ ادعا وکړه، ټاکل شوې وه چې په صنعتي پارک کې يو ميليارد ډالر پانګونه شوې واى، خو د ښارګوټي چارواکو د صنعتي پارک ساحه هم غصب کړې او د پارک جوړولو ته يې اجازه نه ده ورکړې.
 هغه د ښارګوټي  په پرتله  صنعتي پارک جوړولو ته ترجيح ورکړه او ويې ويل:((که چېرته صنعتي پارک جوړېږي، نو د هېواد د اقتصادي ودې تر څنګ به ٥٠ زره کسانو ته د کار زمينه هم مساعده شي.))
ډاکټر وياړ همدارنګه ادعا وکړه چې د اسيا پراختيايي بانک چې دحلقوي سړک د جوړېدو د لګښت ورکړې ژمنه يې کړې وه، ددې سړک د مسير په بدلون سره ددې پيسو له ورکړې په شا شوى دى.
 پژواک ددې بانک له يو شمېر چارواکو سره اړيکه ونيوه، خو هغوى په دې برخه کې د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.
همدارنګه پژواک خبري اژانس په سيد جمال الدين افغان ښارګوټي کې د صنعتي پارک په اړه د افغانستان د پانګونې له ملاتړ ادارې( ايسا) د ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ سره خبرې وکړې، خو هغوى ددې چارې مسووليت د يوه او بل پر غاړه اچوي او له  ځواب ورکولو څخه يې ډډه وکړه.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.