Add new comment

Ghani, Karzai condole Shinwari demise

کابل (پژواک ٤ کب ٩٣): ولسشمر اشرف غني او د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ننګرهار د ولايتي شورا د غړې انګېزه شينوارې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ولايتي شورا ياده غړې، په جلال اباد ښار کې د سلواغې په ٢١ مه د يوه ماين د چاودنې له امله ټپي شوه، چې له هغه وروسته يې بيا د سختو ټپونو له امله د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې ساه ورکړه.
د ولسمشرۍ رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وروسته د انګېزه شينوارې د فاتحې په مراسمو کې چې د کابل ښار په عيدګاه جومات کې تر سره شول، ګډون وکړ.
نوموړي، د انګېزه شينوارې له کورنۍ او د ننګرهار له وګړو سره د همدردۍ ترڅنګ د مرحومې روح ته د الله پاک له دربار نه دوعا او د هغې د کورنۍ غړو ته د صبر غوښتنه وکړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو مراسمو کې د انګېزه شينوارې روح ته دوعا وکړه او د هغې له کورنۍ  او خپلوانو سره يې د غمشريکۍ څرګندونه وکړه.
د يادولو ده، چې د ننګرهار د ولايتي شورا نورې ښځينه غړې وايي، چې د انګېزه شينوارې له وژل کېدو وروسته د خپل امنيت په اړه اندېښمنې دي او حکومت يې بايد امنيت ونيسي. د دغه ولايت د ولايتي شورا د ١٩ غړو له ډلې يې څلور غړې ښځينه دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.