کابل (پژواک ۵ کب ۹۳) د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې ولایتي شوراګنو ته د نظارت حق ورکړل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ د کب په ۵ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پریکړه نن د کابینې په غونډه کې وشوه.
هغه زیاته کړه چې ولسمشر به ډیر ژر په دې اړه یو تقنیني فرمان صادر کړي.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې ولسي جرګې ديوه قانون په تصويب کولو سره له ولايتي شوراګانو څخه د څارنې حق واخيستو او يواځې د مشورې حق يې ورکړو، خو تر دې پريکړې وروسته په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو د احتجاج په توګه خپل دفترونه وتړل او لاريونونه يې هم ترسره کړل.