Add new comment

د فيسبوک کارکوونکي : انګېزه شينوارې مبارزه وکيله وه

کابل ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : د لوړ پوړو دولتي چارواکو ترڅنګ د ټولنيزې شبکې فيسبوک کاروونکو هم د ننګرهار د ولايتي شورا د وکيلې انګيزې شينوارې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او هغه يې يوه مبارزه وکيله ګڼلې ده.
انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه د جلال اباد په ښار کې د ماين چاودنې پېښه کې ټپي شوه، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د کابل د "سردار محمد داوودخان" روغتون ته يوړل شوه.
چارواکو ويلي وو دا پېښه د نوموړې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه، چې موټر چلوونکی يې په کې وژل شوی و  او د "بي بي حوا لېسې" پنځه زده کوونکې هم په کې ټپيانې شوې وې.
د ماليې پخواني وزير عمر زاخېلوال په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي  : (( د ننګرهار د ولايتي شورا د غيرتي ، با احساسې او په هېواد مينې ځوانې وکيلې انګيزې شينوارې په مړينه د زړه له کومې خواشينى شوم.))
ليکوال او ژورنالېست اصف شينواري انګيزه  يوه مبارزه وکيله بللې او د هغې د مړينې په اړه يې  په  فيسبوک کې ليکلي : ((په دې وطن کې به جګړه پای ته ورسېږي او سوله به ټينګه شي،په دې وطن کې به مېرمنو ته هغه حقونه ورکول شي چې تا يې د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوله ،په دې وطن کې به بې عدالتي او فساد له منځه  لاړ شي،او بالاخره به افغانان د ښه ژوند خاوندان شي، خو بيا به هېڅ مور بله انګيزه وزېږوي.نه به د ننګرهار ولايتي شورا بله داسې وکيله ومومي. قاتل دې خداى په دواړو جهانونو کې مختورن کړي.))
د سيمه ييزو ارګانونو وياند تواب غورځنګ د ټولنيزې شبکې فيسبوک  پاڼه کې ليکلي : ((له دې لويه بې ننګي نشته، چې موږ وګورو او د يوې ځوانې استازې پښې غوڅېږي او شهيده کېږي. د افراطيت او طالبي وحشت پر وړاندې د سراسري پاڅون لپاره همدا فرصت دی، همدا ځای او همدا د تاريخ ازمون!))
ليکوال ، ژورنالېست او د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل په فيسبوک کې ليکلي : (( تېره چهارشنبه د دفتر له ستړياوو او سردردۍ د وتلو لپاره لږ وخته ووتلم او د يوه داسې دوست د ليدو په لټه کې شوم، چې ذهن مې ورسره ارام شي، خو له هغه دوست سره په بله خوابدۍ واوښتم. د ننګرهار د پېښې د ټپيانو د ليدو په موخه د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون ته ورغلم، ليدنه مو د اسما په نامه له يوې شهيدې شوې زده کوونکې پيل شوه او د ننګرهار د ولايتي شورا د غړې انګېزې شينوارې په عيادت پای ته ورسېده. ))
 هغه وايي چې د انګيزې د بستر خونې تر دروازې ورغى  خو د وړاندې تلو زړه يې ونه کړ، ځکه چې ډاکټرانو ويل يواځې مخ يې جوړ دی او نوره ټوله سوځېدلې او بېهوښه ده.، خو نن خبر شو، چې هغه مړه شوې ده.
د ارشاد رغاند په نامه د فيسبوک يوه بل کاروونکي ليکلي : ((شهيده انګېزه شينوارې له کمو هغو فعالو،باجرائتو او همکارو څېرو څخه وه،چې دا ستونزې يې په زړورتيا سره رسنيزې کولې او درباري او مفسد خبريالان يې ښه نه راتلل. د شهيدې انګېزې د بېلتون له کبله د ارواښادې ټولو موکلينو او د ننګرهار ولس ته تسليت وايم. ))
ليکوال او ژورنالېست نعمان دوست د  فيسبوک په پاڼه کې ليکلي : (( قاتله، تبريک شه! هغه دوه سترګو نه چې ته ډارېدې، هغه اوس د تل لپاره پټې شوې. ))
شاعر او ليکوال ګل رحمان رحماني ليکلي : (( د ننګرهار يو رسا او رښتينى غږ چې خاموش شو!  خواله رسنيو او شبکو کې له تېرې شپې راهيسې د هغې د مرګ خبرونه او خاطرې خپرېږي، هغه د يوې مبارزې نجلۍ، زړورې ژورناليستې، ښځينه فعالې او ځوانې وکيلې په توګه ددې مستحقه وه چې وستايل شي، خو تر ټولو زياته بيا ددې مستحقه وه چې په ژوند يې هم موکلينو د منډو ترړو درناوى او زيات ملاتړ کړى واي. ))
هغه زياته کړې : (( درنه خور او د ښکلي ننګرهار انګيزه شينوارې يادوم ، له بده مرغه چې نن زموږ په منځ کې نشته، خو د هغې څرګند دريځ، سپينې خبرې، بې وېرې منډې ترړې او پر ځان بې ساري باور به د هغې له ټولو همکارانو او دوستانو سره د يوې بېلګه ييزې انسانې په توګه پاتې وي.))
د بشير غفارزي په نامه د فيسبوک يو بل کاروونکي ليکلي : (( د ارواښادې انګېزې پر مرګ د زړه له کومې خواشينی يم، موږ د فيسبوک کاروونکي يواځې ورته دعا کولى شو، خوحکومت او په سر کې ولسمشر کولای شواى چې لږ ترلږه هغه هند ته د درملنې لپاره واستوي، خو هغوى دا کار هم ونه کړ.))
د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال په فيسبوک پاڼه کې ليکلي : (( دا دروغ دي  چې هېڅ افغان له هېڅ افغان نه كم نه دى او هېڅ افغان د هېڅ افغان نه زيات نه دى،  انګېزه له څو ورځو راهيسې ټپي پرته وه خو ولسمشر اوبل چارواكي يې پوښتنه  ونه كړه خو څو اوونۍ مخکې شكريه باركزۍ چې تردې په كراتو ښه وه ، د هغې پوښتنې ته ټول ورغلل ،  ولسمشر يې هم پو ښتنه وكړه خو د دې مظلومې ننګرهارۍ پو ښتنه يوا ځې ننګرهاريانو ته ور په غا ړه وه ، انګيزې سره د مور مېرې سلوک وشو.))
ايوب فرحت فرحت په فيسبو ک ليکلي : (( نن که ټوله نړۍ خفه نه وي خو نيمه نړۍ پرې دردمنه او غمجنه شوه، الله دې جنتونه نصيب کړي ))
ليکوال ، ژورنالېست او د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب ليکلي : ((نن بيا يوه ملاله مړه شوه، نن بيا د يوې مبارزې غږ ټپ شو .))
د مريم مکۍ په نامه د فيسبوک يوې کارکووونکې ليکلي : (( انګيزه نه مري، که نن وحشيانو د انګېزې غږ ټپ کړ ، په دې مانا نه ده چې نور به څوک ددې جرائت ونه کړي چې د وحشت خلاف غږ پورته کړي، وحشيانو ! ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ درکوم چې سل نورې انګيزې به راپورته شي اوستاسو د وحشت خلاف به غږ پورته کړي، انګيزه نه مري، هغه ژوندۍ ده.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.