President empowers PCs to asses departments’ performance

کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : ولسمشر اشرف غني د تقنيني فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکړ.
د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر تېره ورځ ناوخته دغه تقنيني فرمان صادر کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې ددې فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته د نظارت او څارنې ورکړل شوى حق  به له  پخواني څار سره توپير ولري.
د نوموړي په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ولايتي شوراګانو سره په ګډه په دې اړه يوه لايحه جوړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به ولسي جرګې ته ولېـږل شي.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابينې په غونډه کې ولايتي شوراګانو ته د نظارت د حق پر ورکولو پرېکړه شوې وه.
بلخوا د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک ته وويل چې پرون د هېواد د يو شمېر ولايتي شوراګانو مشرانو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له سرپرست متين بېک سره د ليدنې په ترڅ کې د افغانستان د کابينې د هغې پرېکړې ستاينه وکړه، چې له مخې  يې د ولايتي شوراګانو د څار حق د ورکولو پرېکړه وشوه.
سرچينه زياتوي، د ولايتي شوراګانو مشرانو په دې برخه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له همکارۍ او هلو ځلو څخه هم مننه وکړه.
متين بيک د ولايتي شوراګانو د څار حق د ولسواکۍ د ارزښتونو د تقويه کېدو لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، چې په سيمه ييزه کچه د غوره حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره د ولايتي شوراګانو د څار حق  خورا اړين دی.
د  غورځنګ په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست د ولايتي شوراګانو له مشرانو غوښتنه وکړه، چې نور دې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي او دفترونه دې د خلکو پر وړاندې پرانيزي.
د کابل د ولايتي شورا او د ولايتي شوراګانو ترمنځ دهمغږۍ دکمېسيون رييس سيد عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه د ولسمشر فرمان نه دى ترلاسه کړى.
هغه زياته کړه : (( کله چې موږ دا فرمان ترلاسه کړ، نو بيا به د خپلو دفترونو د بېرته پرانيستلو پرېکړه وکړو.))
د يادونې ده، تېره مياشت ولسي جرګې هغه قانون تصويب کړ،چې له مخې يې ولايتي شوراګانو ته يواځې د مشورو حق ورکړل شوى و  او د څار حق ترې اخيستل شوى و.
د ولسي جرګې تر دې پرېکړې وروسته په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه وتړل او په ځينو ولايتونو کې يې لاريونونه هم ترسره کړل.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.