By: سيف الله مفتون , Date:26/09/2019
غزني ښار(پژواک، ٤ تله ٩٨): د غزني د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د ټاکنو ١٧٣ مرکزونه تړلي دي. بل لورته د غزني حکومتي مسوولين بيا وايي چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه کلک امنيت... پاتی برخه
By: سيف الله مفتون , Date:08/06/2019
غزني ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): په غزني کې يو شمېر اعتراض کوونکو ولسواليو ته د ټاکنيزو توکو د انتقال مخه نيولې او ټينګار کوي چې له ولسمشريزو ټاکنو سره يوځاى بايد د دغه ولايت د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي. تېر کال... پاتی برخه
By: سيف الله مفتون , Date:17/10/2018
غزني ښار(پژواک،٢٥تله٩٧): د غزني اوسېدونکي ټينګار کوي چې په دې ولايت کې د امنيت تر ټينګښت وروسته دې ټاکنې ترسره شي، ترڅو د خلکو ونډه په کې پراخه وي. دوى وايي، که په اوسني امنيتي وضعيت کې ټاکنې ترسره شي، نو د خلکو او... پاتی برخه

 
کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ولسمشرۍ د کانديد سردار نادر نعيم دويم مرستيال عزيز الله پويا د غزني ولايتي شورا ته هم کانديد دى.
عزيزالله پويا چې د غزني د ولايتي شورا رييس و، تېره مياشت له دې امله استعفى ورکړه، چې د ولسمشرۍ د کانديد سردار نادر نعيم د دويم مرستيال په توګه وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وېبپاڼه کې داړوندو ولايتونو د ولايتي شورا ګانو په خپاره شوو لېستونو کې د غزني ولايت په نوملړ کې د عزيزالله پويا نوم هم د منارې له انتخاباتي نښې سره يو ځاى خپور شوى دى.

 
غزني ښار (پژواک ۱۶ تله ۹۲): د غزني  يو شمېر قومي مشرانو او خلکو له دولت څخه غوښتي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي ، څو د غزني خلک وکولای شي د خپلې خوښې  کانديد ته رايه ورکړي.
د غزني  په لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او خلکو نن (د تلې ١٦مه) د يوې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره امنيت ونيسي.
 د غزني يوه قومي مشر او د سولې شورا غړي خليل هوتک وويل :((موږ غواړو چې راتلونکی ولسمشر د خلکو په خوښه وټاکل شي او دا هر څه هغه وخت کېږي چې پوره امنيت وي.))

 
غزني ښار(پژواک ۹ تله ۹۲) : د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې هيڅ پراختيايي کار نه دى شوى او نه د خلکو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.
 دګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې په برخه کې  زر افغانۍ نه دي لګېدلي، نو بيا څنګه دولت د دې ولسوالۍ له خلکو د مرستې او ملا تړ تمه  لري.
 نوموړی زياتوي: (( دګيرو په ټوله ولسوالۍ کې د۱۲ ټولګي فارغ نه لرو، ښوونځي نشته، روغتيايي مرکز نشته، ډاکټرنشته، ښوونکی نشته .))

 
غزني ښار (پژواک ۸ تله ۹۲): د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس وايي، چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ له سيمه ييزو پوليسو سره مخالفت لري.
د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس جنرال عليشاه احمدزي پرون د غزني اندړو ولسوالۍ ته سفر کړى و او په دې ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو له ليکو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د دې ليدنې پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې يو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ شته چې نه غواړي په هېواد کې دې سيمه ييز پوليس او امنيت شتون ولري.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: سيف الله م... , Date:26/09/2019

په غزني کې د نا امنيو له امله د ټاکنو ١٧٣ مرکزونه تړل...

غزني ښار(پژواک، ٤ تله ٩٨): د غزني د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت... پاتی برخه

سرغړونې

د غزني يو شمېر اوسېدونکي: ځينو کانديدانو زموږ پر ملکيتونو خپل عکسونه لګولي
By: سيف الله م... , Date:13/03/2014

د غزني يو شمېر اوسېدونکي: ځينو کانديدانو زموږ پر ملکي...

  غزني (پژواک،۲۱ کب۹۲):د غزني يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي،چې د ولايتي شو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Most Ghazni PC members absent from office
By: سيف الله م... , Date:24/12/2015

"د غزني د ولا...

غزني ښار(پژواک،٣مرغومى ۹۴): د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ځينې اوسېدونکي... پاتی برخه

مرکې

" په تېرو دوولس کلونو کې ګيرو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې"
By: سيف الله م... , Date:01/10/2013
  غزني ښار(پژواک ۹ تله ۹۲) : د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې له تېرو ١٢ کلونو... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

په غزني کې سلګونو کسانو له اشرف غني ملاتړ وکړ
By: په غزني کې سلګونو کس... , Date:08/06/2014

په غزني کې سلګونو کسانو له اشرف غني ملاتړ وکړ

  غزني ښار (پژواک ۱۷ غبرګولى ۹۳): په غزني کې د بېلابېلو قومونو استازو او... پاتی برخه