غزني ښار(پژواک ۹ تله ۹۲) : د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې هيڅ پراختيايي کار نه دى شوى او نه د خلکو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.
دګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې په برخه کې زر افغانۍ نه دي لګېدلي، نو بيا څنګه دولت د دې ولسوالۍ له خلکو د مرستې او ملا تړ تمه لري.
نوموړی زياتوي: (( دګيرو په ټوله ولسوالۍ کې د۱۲ ټولګي فارغ نه لرو، ښوونځي نشته، روغتيايي مرکز نشته، ډاکټرنشته، ښوونکی نشته .))