غزني ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): په غزني کې يو شمېر اعتراض کوونکو ولسواليو ته د ټاکنيزو توکو د انتقال مخه نيولې او ټينګار کوي چې له ولسمشريزو ټاکنو سره يوځاى بايد د دغه ولايت د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي.
تېر کال د تلې مياشتې په ٢٨مه او ٢٩مه په ٣٣ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې خو په غزني ولايت کې د نا امنيو او ځينو نورو اختلافاتو له امله دغه ټاکنې نا معلومې نېټې ته وځنډېدې.
بل لور ته ټاکل شوې ده چې ولسمشريزې ټاکنې د روان کال د زمري په نهمه ترسره شي چې د دغو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پخوا لوجستيکي توکي ولايتونو ته انتقال شوي او اوس يې ولسواليو ته د لېږد لړۍ پيل شوې، څو په راتلونکو  ټاکنو کې د ګډون لپاره د رايه ورکوونکو نوم ليکنه وکړي.
خو نن په غزني کې لسګونه اعتراض کوونکي د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مخې ته را ټول شوي او ولسواليو ته يې د ټاکنيزو توکو د انتقال مخه نيولې ده.
د دغو کسانو له ډلې ابراهيم اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، څو چې د غزني د اوسېدونکو حق نه وي ورکړل شوى، ټاکنيز توکي ولسواليو ته نه شي انتقالېدلاى.
ده زياته کړه: ((موږ يې مخه نيولې، اجازه نه ورکوو، اوس د غزني خلک را ويښ شوي، حق يې بايد ورکړل شي.))
نوموړي ټينګار وکړ چې له ولسمشرۍ ټاکنو سره يوځاى بايد د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي.
دغه راز بل اعتراض کوونکي محمد فاروق پژواک ته وويل چې حکومت د ټاکنو په برخه کې د غزني له خلکو سره جفا کوي.
هغه وايي: ((تېر ځل هم زموږ په حق کې جفا شوې وه او دا ځل هم هماغه کېسه روانه ده، دا نور موږ نه شو برداشت کولاى.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ يې وکړ که چېرې غوښتنې ونه منل شي نو د غزني د ټاکنو کمېسيون دروازه به وتړي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس نصير مومند پژواک ته وويل چې يو شمېر اعتراض کوونکو د ټاکنيزو توکو د انتقال مخه نيولې ده.
دى وايي: ((ما اعتراض کوونکو ته وويل چې ستاسو غوښتنه زما له صلاحيته ډېره لوړه ده، دغه غوښتنه په کابل کې له چارواکو سره شريکه کړئ، څو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.))
مومند له اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې د يادو توکو انتقال ته اجازه ورکړي ځکه د وخت په تېرېدو او د توکو په نه رسېدو امکان لري د ټاکنو پر وړاندې نورې ستونزې هم راپيدا شي.
د يادونې ده، د غزني اوسېدونکو د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د دوو مياشتو لپاره د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې وه.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.