معاون دوم سردار نادرنعيم، در شورای ولایتی غزنی نیز کانديداست

 
کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ولسمشرۍ د کانديد سردار نادر نعيم دويم مرستيال عزيز الله پويا د غزني ولايتي شورا ته هم کانديد دى.
عزيزالله پويا چې د غزني د ولايتي شورا رييس و، تېره مياشت له دې امله استعفى ورکړه، چې د ولسمشرۍ د کانديد سردار نادر نعيم د دويم مرستيال په توګه وټاکل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وېبپاڼه کې داړوندو ولايتونو د ولايتي شورا ګانو په خپاره شوو لېستونو کې د غزني ولايت په نوملړ کې د عزيزالله پويا نوم هم د منارې له انتخاباتي نښې سره يو ځاى خپور شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د قانون د نولسمې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: ((هېڅ شخص نه شي کولى، په عين وخت کې له يوې ټاکنيزې حوزې په زياتو او يا له يوې ټاکنيزې څوکۍ څخه زياتو ته ځان کانديد کړي.))
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا موضوع له حقوقي پلوه څېړل کېږي او وروسته به يې په اړه اقدام وشي.
هغه زياته کړه، چې د قانون له مخې هېڅوک نه شي کولى چې په ټاکنو کې دوو څوکيو ته پر يو وخت ځان کانديد کړي.
عزيزالله پويا پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون ته يې د غزني ولايتي شورا ته د خپلې کانديدۍ د تېرېدو په اړه مکتوب لېږلى و، خو دا چې مکتوب ناوخته رسېدلى، په لومړني لېست کې يې نوم راغلى دى.
د نوموړي په وينا، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون به يې له وروستي نوملړه نوم اوباسي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.