ALP to play key role in election security

 
غزني ښار (پژواک ۸ تله ۹۲): د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس وايي، چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ له سيمه ييزو پوليسو سره مخالفت لري.
د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس جنرال عليشاه احمدزي پرون د غزني اندړو ولسوالۍ ته سفر کړى و او په دې ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو له ليکو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د دې ليدنې پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې يو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ شته چې نه غواړي په هېواد کې دې سيمه ييز پوليس او امنيت شتون ولري.
د هغه په وينا، دغه کړۍ عام خلک هڅوي څو د سيمه ييزو پوليسو پر وړاندې راپورته او ترې شکايت وکړي.
خو جنرال عليشاه احمدزي د کومې ځانګړې کړۍ او يا شخص نوم په ډاګه نه کړ.
هغه په اندړو ولسوالۍ کې د ٥٠ نورو سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو په مراسمو کې ګډون کړى او په ګيرو ولسوالۍ کې يې هم سل سيمه ييز پوليس فعال کړل.
جنرال احمدزى وايي، چې دغه سيمه ييز پوليس به د راتلونکو ټاکنو پر مهال مهم رول ولوبوي.
هغه زياته کړه: ((دوى به بې پلوه وي او له هېڅ کانديد څخه به ملاتړ نه کوي.))
د نوموړي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به په ټول غزني ولايت کې ١٣٥٠ سيمه ييز پوليس په دندو ګوماري چې ورسره به د دغه ولايت امنيت ښه شي.
د هغه په وينا، دغه لړۍ يې پيل کړې او په يو شمېر ولسواليو کې يې لا د مخه دغه پوليس فعال کړي دي.
عليشاه احمدزي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې يو شمېر داسې کسان چې خپل ملګري وژني او بيا طالبانو ته اوړي، وويل: ((د کورنيو چارو وزارت يو داسې استخباراتي سيستم جوړ کړی چې ټول پوليس به له سره څېړي او هغه کسان چې دوی ته شکمن وي د سيمه ييزو پوليسو له ليکو به يې وباسي.))
نوموړي د غزني د اندړو ولسوالۍ هغې پېښې ته اشاره وکړه، چې څه موده وړاندې يوه کس د مېلمه په توګه شل پوليس ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.
د هغه په وينا، په ده يک ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې اوه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو.
عليشاه احمدزي وويل، چې په دغه کار سره مخالفينو دوی ته سخته ضربه ورکړه اوګټه يې نورو کسانو ته ورسېده.
دى وايي، چې له دې وروسته به هېڅکله ورته پېښې رامنځته نه شي.
د هغه په وينا، وسله وال طالبان هڅه کوي، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ځان وردننه کړي، خو دوى تر ډېره بريده هڅه کړې چې د دوى مخه ونيسي.
جنرال احمدزي د امنيت په راوستلو کې د سيمه ييزو پوليسو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې پخوا اندړو ولسوالۍ ته څوک نه شولى تلى، خو اوس يې امنيت ښه شوى دى.
ده زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې امنيت د سيمه ييزو پوليسو په مټ رامنځته شوى دى.))
د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس د سيمې د قومي مشرانو له خوا د همدې سيمې له ځوانانو څخه ګومارل کېږي.