د اسدالله جلالزى ليکنه 
که معتبرواوپخوانیو اسنادو ته کتنه وشی  نو په دوهمه پیړۍ کې دبطلیموس په وینا دغزنی تر ټولوپخوانی نوم ګنزګه و. اویونانیانوهم هغه اګزوس ثبت کړی دی.همدا ډول بنوینست هم دغزنی توری چې په یوه سغدی ټوټه موندل شوی (ګزنګ) بولي او هغه يي دخزاني ګنج ،کنز په نوم تعبیر کړی دی.ځیني په دې باور دي چې دغزني توری له دوو تورو څخه جوړ دی .غز=کز=کش=ګش چې دتازه،ښه، وړ او همدا ډول (نی) هم دښار په معنی راغلي دی. نوویلای شو چې غزنی عبارت دی له کزنی، کش نی= ګش نی چې معنای ښه ښار ،خوشاله ښار، اوځینو نورو بیا غزنین له دوو توروڅخه جوړتوری بللي چې غز د(ترکانو یوه طایفه) اونین د اوسیدوځای ته وایی: خو غزنی دبطلیموس له نظره  بیا (ګزنګ) دی چې معنا یی هماغه خزانه اوګنج دی. دځینو څیړونکوپه وینا دکابلستان او زابلستان تر منځ سیمه کې دغزنی دناوي په ولاړو اوبوکې داسي بوټي راټوکیدل چې هغه به یي (ګز) بلل. اوبیا درستم او اسفندیار په وخت کې په (ګزنین )مشهور شو. چې بیا وروسته په غزنین واوښت. ددې ترڅنګ مشهور لرغون پیژندونکي ایدیم ماسون دغزنی لرغونتوب (۱۰۰۰۰) کاله وړاندې ښیی. او په دې باوردی چې غزني په ختیځو ښارونو کې یومصوُن ښار دی. اونوم يي هم (ګازاکه) ښودلی دی. چې په پخوانۍ فارسي کې هم دخزاني په معنی کارول کیده. مشهورګرځندوی اوجغرافیه لیکونکی هوانتسنګ هم کله چې له غزنی لیدنه کوله هغه یی (تسو)(کو )(ته) یادکړی.او مساحت یی هم (۷۰۰۰) لی ښودلی.( لی نیم کیلومتر) عربي څيړونکو هم غزنی بیا (ختزه )بللی دی چې په اوسنی غزنی مسما دی.خوددې ترڅنګ يي بیا کله کله هم غزنی او عزنین هم لیکلی دی.په هغې رساله کې چې استاد کهزادداوستایی مدنیت په نوک کښلي ده  دکخره ځمکه یي ددیارلسم اوستا له مخي  سبیڅلي اوښه ځمکه یاده کړي.اوپه دې باور دی چې ددځینو تاریخ لیکونکوپه وینا کخره همدا دغزنی ککرک دی. دال ناصر دوختونو لیکوالانوپه خپلو لهجو کې دغزنین یادونه کړي ده،او دهغه مهال دلیکوالانو په اثارو ددغه ښار دعظمت ذکرتر داسي حده شوی چې دولتي باغونو ته داوبو دویش اودلښتیو دني به په سپینو اوسرو زرو جوړي شوي وي .سلطنتي  ماڼیو اوودانیودیوالونه هم  په سینو زرو پوښل شوي ول.دمحمودیانو ماڼۍ لوړې اوهرې ودانۍ به لوړاو جګ برجونه درلودل. او دانګړ په دننه کې به یي د غونډو اوکینا ستو له پاره  یوه  لوړه صفه  هم جوړوله  .په دې سربیره به په دیوالانو دسلاطینو،طبیعی منظرو اویا هم دښکار تصویرونه حک کول.دغزنی ښار دداسلامی هیوادونه دکلتور دوزریرانود پینځمې غونډه دپریکړې په بنسټ چې د۲۰۰۷ میلادي کال دنوامبر دمیاشتي له ۲۱-۲۳ نیټي پورې دلیبیا په پلازمینې طرابلیس کې جوړه شوی وه د۲۰۱۳ کال له پاره داسیایی هیودادونه  داسلامي تمدن اوفرهنګ دپلازمینې په توګه اعلان شو.چې داسلامي هیوادونه دغه پریکړه بي له شکه دغزني دعظمت،لوړتیا،اودغزنی دُرهنګی اهمیت بیانوکي ده. اوپه دې توګه یوځل بیا دغزنی هغه  تیر پرتم ،ویاړ،عظمت،اصیل  اسلامي کلتور،اودعلم ځایګی په ډاکه کړ. او اوس هم دغزني  یوشمیر مشهوروشخصیتونو به اړه څو خبرې
۱- خواجه لايخوار:
د دغه سترفقير شخصيت  او دحال دڅيښتن نوم  محمد دى.  دغزني له اصلې اوسيدونکو څخه و.دغزنويانو د  دورې سلطان ابراهيم په وخت  كې يې ژوند كاوه . هغه له وتلوعارفانو اوصوفيانو څخه و.هغه ته يې ملنګ هم وايه. دنړۍ او افغانستان ديو شمير پوهانو په وينا چې دغه ستر شخصيت دحضرت سنايي (رح) په افکارو اوحال کې روحي بدلون راوست . ویل کیږي یوه ورځ حصرت سنایی دسلطام بهرام شاه دربارته روان و. اودهغه په ستاینه کې یی قصیده شعر هم ویلې و.چې ناڅاپه یی له شا یو غږ واوریده.دسنایی سترګي دړندې شي چې دحقیقی سلطان په ځای دمجازی سلطان ستاینه کوي.سنایی مخ شا ته واړاوه اوڅوک یی ونه لیدل، بیرته به خپله لار روان شو. دوهم ځل بیا دا غږ اوری.سترګي یی به حضرت لایخوارلګیږی.نوبیا دبهرام ددربار په لوری ګام نه اخلي ،اوله  هغې ورځي وروسته له یوه فکری اوروحی انقلاب سره مخ کیږی. او دسلاطینو له ستاینې لاس اخلي اوپه دې ډول تل پاتي کیږی. نوځکه هم ده ته دسنایی داستاد خطاب هم کیږی.حضرت لایخوار ولی په ډیر ګمان چې ددريم مسعود په پير کې يي له فانې نړۍ سترګي پټي کړي او اوس يي مزار په خواجه لايخوار ولي شهرت موندلى چې خلک ورته ډير درناوي کوي.ډيرو زيارت كونكو يې دزيارت په دننه كې په ديوالونو لاس ليكونه كړى وو. نږدي درۍ سوه كاله وړاندې ديوې شخصي غوښتنې په بنسټ دا زيارت رنګ شو. ودانۍ دغزنويانو په دوران پورې تړاو لري. چې لاهم شته. يوځلې په ۱۳۷۰هجري لمريزكال مې جوړه شوه. موقعيت: دکابل – کندهار عمومي سړک ، نوي ښار ته څيرمه داربابا صاحب دکلي شمال ته  .
شامیر پالیز وان:
۲– شامير پاليزوان دځينو څيړونکوپه وينا دسيدمير کلال زوى دى. چې دحضرت شاه نقشبند بهاوالدين چې په بلا ګردان يي شهرت درلود مرشد و.له بخارا څخه غزني ته راغلى . نوموړى دسابه  تازه او نازکو بوټوپه خوراک  دقناعت له کبله په پاليزوان مشهور شو.خو ځیني بیا په دې باوردي چې دی په خپله دکرنی په چاروبوخت و.اوپالیزوانی یی هم کوله په هرحال هیڅ تاریخ دده دمړينه نيټه نه دښودلي او په هيڅ تذکره کې نه ده موندل شوي . ولسي وګړي دده په اړه ډيري کيسي لري. دزیارت موقعيت: دغزني دزاړه ښارپه جنوب  نيم کيلو متري  کې دى چې اوس داسيمه هم دنوښار يوه برخه ګرځيدلي. چې د شاه ميرپه نوم يې بولي.
۳- تاج اوليا:
دا ستر شخصيت يو شمير ليکوالو او مورخينو دسيد علي هجويري ماما او ځينو هم ددحکيم سنايي خوريي بللى.او دنوم په اړه يې دنظر اختلاف شته .ديوې وينا له مخې نوم يې سيدعبدالله واو په بله وينا چې شيخ عمادالدين دى .
يوشمير څيړونکې وايي چې دى دحضرت حکيم سنايي، خواجه لايخوار او سيدحسن غزنوي سره هم ليدلې کتل کړي . او دسلطان ارسلان شاه غزنوي (٥٠٩-٥١١) داحترام وړ هم و.
مزار يي دکابل- کندهار په لويه لار دخواجه لايخوار زيارت ته څيرمه دى
۴- علي لالا
۴ــ دعلي نوم على لقب يې رضي الدين اوكورني نوم يې هم لالا دى ، پلار يي شيخ سعيد لالا چې دحضرت حکيم سنايي (رح) دکاکا زوى و، حضرت علي لالا په تصوف او عرفان کې لوړ مقام درلود اوپه شعر او دب کې يي هم لوړ ځاي خپل کړى و، شيخ رکن الدين علاوالدوله يي په ولايت کې مقام دبايزيد بسطامي (سلطان العرفا) سره برابر بللى دى داستر عرفاني شخصيت په ٦٤٢هــ ق کې وفات شوى .
مزار يي: دغزني ښار جنوب ته دروضي دکلي او غزني ښار دلار په سر دعلي لالا په کلي مې دى.
۵ سیدحسن اغا -
 سيد حسن دسيد ناصر علوي زوى چې دپينځمې پيړۍ له شاعرانو او ولتي شخصيتونو څخه  و اودحضرت سنايي له نږدې دوستانوڅخه شميرل کيږي دهغه پخوانى دوست مسعود سعد سليمان چې دده دمړينې په مال په بنديخانه و. له هغه يي دشعر په چوکاټ کې داسې ويرنه وکښه چې پکې يي دخپل زړه درد،ويراوژړاياده کړي هغه په ديرش کلنۍ کې (٤٩٥_٤٩٩)داچی دغزنويانو دواكمنې په وروستيو كې  له پيژندل شويو شاعرانو څخه وو، شعرونه يې تر ډيره په ستاينه (مدح) كې دي .هغه په ۴۹۵_۴۹۹كې مړشو . هغه يي په اشرف الشعرا په نوم هم يا داوه خوعوام  سيدحسن په همدې نوم پيژنې ،دهغه زيارت ته ښځي اونارينه راځي ، دزيارت ګومبزه يې له ۲۰۰ تر۳۰۰پورې مخينه لري
۶ــ سید احمد مکي
خواجه احمد چی په سیدا حمد مکی شهرت لري . له ستر واولیاو و او دشیخ علی لالا رضی الدین غزنوي خلیفه هم و.او په عرفان کي دهغه مقام له ابو الحسن خرقانی سره پرتله کوي . له همدی امله هغه ته سلطان ذاکرین  وایي دنسب لړئ یي تر امام موسی کاظم (رح)ته رسیږي . نوموړی په ۶۶۹هــ ق کې وفات شوی . سیداحمد مکي اسفراینې الاصل و او د(فادقان جوردمیکلنګ)  په کلي کی چې اوس یې ګلپایګان بولی اوسیده
مزار: مزار یی په مدینته الاولیا دغزنی په ښار کې دی چې اوس دغزنی  دنوی ښاریوه څنډه ده
۷— شیخ عثمان هجویري( اربابا صاحب)
شیخ عثمان هجویری له سترو عارفانو اونوموتو سیدانوڅخه دي . عثمان هجویری دسیدعلی هجویری چې به لاهور کې ښخ او زیارت یی په (داتای ګنج بخش )مشهور دی پلار دی. دعلی هجویري مشهور اثر کشف المحجوب دی.چې په فارسی ژبه لیکل شوی.اوپه عرفاني ډګر کې شهکار بلل شوی.دهغه داثارو اوعلمی کارونو په اړه نور معلومات په لاس کې نشته.زموږدیانت لرونکی خلک یی زیارت ته راځي. څیړونکو دهغه دمړیني نیټه ۴۲۰ ق ښودلي.
دمزار سیمه یی دغزنی نوی ښار ته څیرمه په درۍ کیلو متری کې داربابا صاحب کلی دی
۸ -خواجه بقال :
خواجه بقال دخپل وخت نوموتی پوه او دامام شافعی دمذهب مشهور فقهیی و. ښاغلی زرین کوب په خپل کتاب (سیردرشعر فارسی) کې دده به اړه کښلي دی. شیخ اوستر امام به غزنی کې دامام قفال په نوم یادیده چې دسلطان محمود به وړاندې یی زیات څانګړی مقام او احترام درلود.) چی همدا دقفال توری دوخت به تیریدو سره په بقال واوښته .دغه ستر عارف دسلطان محمود غزنوی په پیر کې ومړ.
د مزار موقعیت : دغزنی زاړه ښارپه سیهل ختیځ کې دخواجه بقال کلی دی.
۹- سلطان محمود
سلطان محمود دسلطان سبكتګين  مشر زوى په ۳۶۱هجري  سپوږميزكال كې دنړۍ ته راغى .چې  دانیټه د۹۷۱ میلادی کال سره برابره ده،او د۴۲۱هــجری قمری دربیع الثانی د۳۲ مي  چې د۱۰۳۰ میلادی کال داپریل دمیاشتی  له ۳۰ سره سمون خوری په۵۹کلنی کې یی له نړۍ څخه سترګي پټي کړي. هغه په خپل وخت كې له ستروواكمنو څخه وو.اولس ۱۷ ځله يې په هندوستان يرغلونه وكړل. له اسلام ،هنر اوادبياتو سره يې ډيره مينه وه، هغه لوى پوځي قوماندانان ،انځورګران ،عارفان، شاعران، موسيقي پوهان، عالمان اوپوهان خپل دربارته راوبلل. د كرهڼې، اوابادې،  سخت مينه وال و.دعروس الفلك اودغزني ستر كتابتون دهغه له شهكارونو څخه ګڼل كيږي، سخاوت ،میړانه،دچاروتدبیر،عدالت،او زړورتوب او تر ټولو مهم داچې اسلامی عقیده یی ترننه پوری په کتابونو کې ثبت دی.. سلطان محمود:دسلطان سبكتګين زوى په ۳۶۱هجري سپوږميزكال كې دنړۍ ته راغى . هغه په خپل وخت كې له ستروواكمنو څخه وو.اولس ۱۷ ځله يې په هندوستان يرغلونه وكړل. له اسلام ،هنر اوادبياتو سره يې ډيره مينه وه، هغه لوى پوځي قوماندانان ،انځورګران ،عارفان، شاعران، موسيقي پوهان، عالمان اوپوهان خپل دربارته راوبلل. د كرهڼې، اوابادې،  سخت مينه وال و.دعروس الفلك اودغزني ستر كتابتون دهغه له شهكارونو څخه ګڼل كيږي، دهغه په وخت كې دغزني ښار په عروس البلادهم مشهور و.
د مزار موقیعت: د کابل—غزنی په لویه لار، د فیروزه  په ودانۍ (په روضه مشهور)
۱۰ -د شیخ اجل مزار.
شیخ محمدسررزی چې په شیخ اجل(رح) یادیږی.دشپږمې هجري پیړۍ له سترو عارفانوڅخه دی.دهغه دمړیني نیټه یی هم ۵۹۹هـــ ق کښلي ده.دمولانا یعقوب څرخي په وینا چې هغه له ابوالفضل څخه زده کړه کړي.حضرت مولانا جلال الدین  په خپل اثر مثنوي شریف کې ددغه ستر عارف یوه خوږه کیسه لري: :
((په غزنه کې یو زاهد دی لری پوهه مزی… نوم يي محمد او کنیه یی سررزی))
دمزارپته: دشمس العارفین زیارت دلویدیځ لور ته په غونډۍ
۱۱ـــ  د مسعود منار:
 يوه له هغوو څلو څخه ده چې غزنویانو پکې دمعماری هنر په  ښه ډول په ډاګه کړی.دمسعود منارله پخو خښتو جوړ شوی.او دامنا له دوو برخوڅخه جوړ شوی.چې لاندۍ برخه یی اته څنډې لري.او پورتنې برخه یی دستني په ډول ده.چې دیوې زلزلې په ترڅ کې ړنګ شوی.  اوس یی یواز اته څنډیزه اوستوری ډوله برخه پاته دي.اوبام ته یی دننه کږه وږه لاره لري.دمحمد رضا دلیکني له مخي بکې دا توري کښل شوي دي(السطان الاعظم ملک الاسلام علاءالدوله والدین ابوسعیدمسعود بن ظهیر الدوله امیر المومنین ابراهیم خلدالله ملکه). ددغه منا(څلي) جوړونکی دریم مسعود په ۴۵۳ کې زیږیدلی.او په (۵۰۸) له نړۍ کوچیدلی. دغه منار(څلی)په ۴۹۲ کال کې جوړ شوی دی. دمنار موقعیت: دغزنی ښارشمال ته  دسلطان محمود روضی ته نږدي به یوکیلو متري کې دی.
۱۲- د بهرام شاه منار(څلی)
 دامنار هم دغزنویانو په پیر کې دمعماري هنرد لوړتیا بیانونکی دی.چې په کې دپخو خښتولویي اونازکې کښیدي شاملي دي.او داجری برخه یی خورا مهمه ده. په دې منارونو کې د دخښتو اوډل اوځای پرځای کیدنه  خورا ښکلا لري. دغه منا ته دننوتو وردوخت په تیریدو او دخاوروی په را ښویدو سره اوس دمنا په پورتنی برخه کې له ځمکي لوړ دی ،همدا ډول په مناره کې په کوفي لیک ،لیکنه لاهم شکاری.په منار کې ددبنسټ ایښودونکي یادونه په دا ډول((السلطان الاعظم ملک الاسلام یمن الدوله وامین المله ابومظفربهرامشاه خلدالله تعالی ملکه) راغلي ده .دا یوه له هغو ابدو څخه ګڼله کیږي چې له لیرو سیمو څخه یی لیدو ته خلک راځي.بهرام شاه دمسعودزوی ، دابراهیم لمسی،ددویم مسعود کړوسی،اوسلطان محمود کوسی دی.چې په ۵۱۲په شاهي ګډۍ کینوست. دوه ځلې یی په هندوستان هم یرغلونه وکړل.
  ۱۳-  شمس العارفین:
نوم يي شیخ عبدالواحد اوپه شمس العارفین یی یاداوه.هغه له سترو عارفانو.او صوفیانو څخه ګڼل کیده. نوموړی په غزنی کې نړۍ ته راغلی،دتصوف اوازې یی په ډیری اسلامي ښارونو کې خپرې وي .خواجه معین الدین چستی غریب نواز(غریب پال) دهندوستان اجمیر ته له تګ وړاندې دوه کاله ددغه نوموتي شاګرد و.نوموړی داستاد خلیلی دلیکنو په بنسټ دشاه قسور ګردیزی هم مهالی و. له هغه سره به یی په لیکلی توګه اړیکې ساتلي.شمس العارفین په ۶۰۱قمری کال کې له نړۍ سترګي پټی کړي.مزار ته یی اوس خلک راځي او درناوی ورته کوي.
۱۴-  خواجه ملکیار ولی.
خواجه ملک الدین ملکیار ولي چې په (پرنده) سره یی شهرت درلود.نوموړی دشیخ عزیز الدین دانیال خلجی خلیفه دی.دغه ستر صوفي دسلک له پړاونو څخه له تیریدو وروسته دهندوستان په لوری لاړ.ډیر کلونه يي هالته داسلام دسپیڅلی دین دخپرولوپه مقصد تیر کړل. حناب په ۶۹۵هـــ  ق کې داجل داعیی ته هرکلی ووایه، او دغزنی په ښایسته ښار کې ښخ شو.
دمزارموقعیت: دکوشک په کلي کې دغزنی ښار شمالي څنډه  څلور کیلو متری کې .
۱۵ــ    ناصرالدین سبکتګین :
ناصرالدین سبکتګین  دحضرت محمود غزنوی پلار او دغزنوی دوری بنسټ ایښودونکی و. چې په ۳۳۱ کال کې زیږدلی. وروسته له شلو کالوپادشاهي څخه د۵۶کالو په عمر د۳۸۷هـــ دشعبان په میاشت کې له نړۍ سترګي پټي کړي. څیړونکي وایی. هغه یو عادل ،پرهیزګاره اوزړور مجاهد پاله سړی و. لوړ قد یی درلود . مخ یی چیچکی و. سبکتګین دسامانی کورنۍ په لمن کې لوی شوی  اوروزنه  یی هم لیدلی وه. هغه ښه پوځي وړتیا لرله. او دواکمنۍ په مهال یی دغزنویانو سلطنت پراختیا  وموندله.
۱۶ــ بهلول دانا:
نوم يې شيخ زاهدالدين دى اودغزني له صوفيانو او عرفانو څخه دى ،هغه ملنګ هم وايې.
دهغه قبردتيموري دورې يوه ابده ګڼله كيږي، چې ديوې بلې ابدې چې ښاي دغز نويانو يا هم بودايي دورې پوري تړاو ولري . جوړشوى د بهلول مقبره دلاندې  ځمكتل (زيرزمينې ) لري  او همدا ډول يوه لاندنۍ لاره چې دزيارت له انګړ څخه دبهلول تر جومات پورې غزيدلې ، ددغه زيارت تر څنګ دبهلول پخوانۍ جومات دي اټكلونه داسې دي چې دابه يوبودايي معبد و. چې وروسته په جومات بدل شوى .
۱۷ـــ سلطان ابراهیم
سلطان حلقوم: يو فولكلوريك نوم: سلطان ابراهيمم دسلــطـا ن مسعـود زوى دسلطان مـحمـود لمسى دى. هغه له غزنوي پاچهانو څخه دى هغه له سلطان محمود وروسته ادبيات لوړوپوړيو ته ورسول،اوادبيا ت يي بيا ژوندي كړل، اوپه دربار كې يې ډيرو شاعرانو وده اوكړه . دژوند ډير كلونه يې له سلجوقي تركمنو سره تيرشو.ويل كيږي چې هغه به هر كال په خپله يو ټوك قران ليكل اوهغه به يې كعبې ته استاوه . دمړينې په مهال يي ۳۶زامن او۴۰ لوڼي درلودي ، هغه په شعراوموسيقي هم پوهيده . دمړينې نيټه يي ۴۸۱  اويا په بله وينا ۴۹۲هجري قمري ياده شوي . مقبره يي
دغزنويانوددورې يوه تاريخي ابده ده. قبريي ددوهم مسعود په ماڼۍ كې دى
۱۸ـــ ابو ریحان البيروني:
نوم یی محمد زوى داحمد ابوريحان البيرونې دخوارزم اوسيدونكى و. په شپږ كلنۍ كې يې دسلطان محمود دربار ته لاروموندله . هغه په بيلابيلو علومو لكه نجوم، رياضي ، هندسه ، جغرافيه ،او سيمې اوتوكم په تاريخ كې معلومات درلود. هغه ډير كتابونه دهندوانو ، اريايي توكم، عربو ،يهودو، قبطيانو، يونايانو ، روميا نو، جغرافيه ،نجوم ، ستورو، اودهسك ګرځيدو په اړه وليكل، هغه په ۴۴۰ هجري سپوږميز كال كې په غزني كې مړ شو.
۱۹ـــ حكيم سنايي:
 ابوالمجد مجد ود ابن آدم په حكيم سنايي مشهور(۴۷۶_۵۳۵ هجري قمري) ددري ژبې له سترو شاعرانو څخه دى . هغه لومړنى شاعر دى چې تصوف يې دشعر په ژبه انځور كړ. سنايي دومره له نفسي غوښتنو ليرې و. چې دبهرام شاه لوريې دخپلې ښځې په توګه ونه منله . هغه دپاچا ستايلو ته ليوال نه و،دازاد فكر څيښتن و اوداستبداد او بې انصافي په وړاندې يې مبارزه كوله ،دهغه مزار چې دغزنويانو په پېر كې جوړشوى و، دامير حبيب الله خان په وخت كې هم په يوه نوي ودانۍ واوښت ،سنايي دیوه صوفي شاعر به توګه چې دشعرپه ژبه يي په لومړي ځل دعرفان ،روحانیت اوتصوف پړاونه بیان کړل . او دخپل ژوند په موده کې دبیت الله شریف دفریضي د ادا کولو دسفر ترڅنګ يي نورواسلامی سیمو ته هم سفرونه وکړ.اوهمداډول یی دتصوف او عرفان په برخه کې خورا ارزښتمن اثار ولیکل.چې یوشمیر یی دادي  ۱ حدیقۀ الحقیقت 2 سیرالعبادالمعاد
۲۰- جمع اوليا  عروس الفلک:
 دا يو جامع جومات دى چې دريځ (محراب) يي دغزنويانو ددورې يوتاريخئ اثر دي. خلك دجمع اوليا جومات سپيڅيلى ځاى ګڼي اويوشمير خو دمرادونودترلاسه كولو له پاره هالته ورځي ، پخوانۍ ودانۍ يۍ دغزنويانو په وخت كې جوړه شوي وه ،خو ځله يې ودانۍ رغول شوي ده . خينو ويلې چې ددغه جومات محراب دسلطان ابراهيم په وخت كې ودان شوى
۲۱- ختم اولیا
ابو عبدالله محمد  دعلی حکیم ترمذی زوی  و.دحدیثو لوی عالم او دخپل وخت له مشهورو شیخانو څخه و.دهغه داثاروپه جمله کې (ختم الولایت ونوادرالاصول) دی.ویل کیږی چې دقران شریف تفسیر یی پیل کړی و.خوبشپړ یی نکړ.(مرحوم بینوا)هغه دامام اعظم ابوحنیفه له نږدي دوستانو څخه و. هغه دخپل کتاب ختم الولایت دلیکلو له امله په ختم اولیا یاد شو.
د مزار موقعیت: دغزنی نوی ښار د جهانملکی لیسی ته څیرمه
۲۲ــ د بابا جي (رح) جومات اوقبر
دباباجی  مقبره اوجومات  دریم خلیفه حضرت عثمان (رض) په پیر کې ودان شوي اوپه اتمی پیړۍ کې دتیموریانو په مهال دهرات ولایت  دیوه دینداره شیخ دښخیدو له امله په همدي جومات کې داجومات له هغه مهاله بیا تراوسه پوري دبابا جی (بابا اجی) په نوم یاد اوونومول شو.دغه جومات به دوه پوړه کې له پخوخښتو،خاوروجوړاوپه لرګیو پوښل شوی.چې رواقونه او تاخچي یی په ښکلو اوښایسته مرمری ډبروجوړشوی. دغه جومات دلرګینوستنو،کړکیو،اواصلي دروازي درلودونکي دی دغه جومات اومقبره چې دغزنی په زاړه ښارکې دی دخلکو له زیات درناوی څخه برخمن دي
 يادونه : دغه ليکنه چې د ليکوال د معلومات په اساس چمتو شوې ، د پژواک اداره يې کټ مټ خپروي .