په غزني کې سلګونو کسانو له اشرف غني ملاتړ وکړ

 
غزني ښار (پژواک ۱۷ غبرګولى ۹۳): په غزني کې د بېلابېلو قومونو استازو او په سلګونو کسانو د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزى څخه ملاتړ وکړ.
په دغو قومونو کې عليخېل، کوچيان، وزير، مسعود، ترکي، سليمانخېل، نيازي، اندړ، دفتاڼي، مياڼو، پښتون اباد شورا، کليوال ادبی ټولنه او د څلوېښتو مدني ټولنوغړي شامل وو.
 دوى د ټاکنو په دوهم پړاو کې اشرف غني ولسمشرۍ ته يو غوره کس وباله او ويې ويل، چې د سولې او ثبات د راوستو په موخه به نوموړي ته رايه ورکوي.
په غزني کې د ډاکټر غني د کمپاين مسوول خيال محمد حسيني وويل، دا چې اشرف غني د هېواد لپاره يو ښه پلان لري او په سوله کې به زياتې هڅې وکړي، نو دوى ترې ملاتړ کوي.
ده له خپلو پلويانو وغوښتل، چې پر ټاکنو ښه څارنه وکړي او پرېنږدي چې درغلي په کې وشي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي او د اشرف غني د کمپاين غړي ډاکټر شاه جهان وايي، دوی به هېڅکله چاته اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې درغلۍ وکړي او د يوه مشخص نوماند په ګټه باندې خپلې رايې وکاروي.
دى وايي: ((خپلو ښځو ته هم اجازه ورکړئ، څو په ټاکنو کې برخه واخلي او هېواد مو له بدمرغيو څخه وژغورل شي.))
هغه وويل، که هر ډول حالت هم وي، بيا به هم خلک په دغې ورځ راوځي او خپلې رايې به کاروي.
وروسته د څو قومونو مشرانو او د مدني ټولنو غړو خبرې وکړې او خپل ملاتړ يې له اشرف غني څخه اعلان کړ.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې يوه اونۍ وروسته ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.