Most Ghazni PC members absent from office

غزني ښار(پژواک،٣مرغومى ۹۴): د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ډېرى غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه راځي.
د افغانستان د ملکي کارکوونکو د قانون د سلمې مادې له مخې پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکى نه شي کولى له دريېو ورځو پرله پسې ډېره غيرحاضري وکړي او که چيرې دا کار وکړي نو د هرې ورځې په بدل کې يوه ورځنۍ تنخوا ګرځول کيږي.
د غزني ښار يوتن اوسېدونکي محمدحليم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا غړي بايد د حکومت له کړنو څارنه وکړي او د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.
خو دى وايي : (( د ولايتي شورا ځينو غړو خپل کارونه پرېښي ولسواليو ته تللي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې وسله اخيستې ده.))
د غزني ښار يو بل اوسېدونکي نورالله هم پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا غړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي.
هغه ادعا وکړه چې د ولايتي شورا ډيرى غړي نا لوستي دي نو ځکه پر خپلو دندو ښه نه پوهيږي.
دغه راز د غزني د مدني ټولنې غړي محمد عارف پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا غړو د خلکو پر وړاندې خپل مسووليت په سم ډول نه دى ترسره کړى.
دى وايي ، امکان لري چې د غزني اوسېدونکي په راتلوونکو ټاکنو کې برخه وانخلي.
د ده په وينا، خلکو د سر په قيمت په ټاکنو کې برخه واخيسته او د ولايتي شوراګانو کانديدانو ته يې رايه ورکړه، خو دوى له خلکو سره جفا کوي او په منظمه توګه خپلو دندو ته نه حاضريږي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم وايي چې د ولايتي شورا غړي ډېرى وخت خپلو دندو ته نه حاضريږي او په شخصي کارونو بوخت دي.
هغه زياته کړه : ((دا وکيلان امتياز اخلي، پوليس ورسره دي ، خو خپلو دندو ته نه راځي چې دا کار يې د قانون خلاف دى .))
د جامع په وينا، د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى هڅه کوي چې د دې شورا غړي په منظمه توګه غونډو ته راشي، تر څو په سمه توګه د خلکو ستونزو او نورو اړوندو چارو ته رسېدنه وشي.
ده دا هم وويل چې د ولايتي شورا ځينو غړو وسلې اخيستې او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
خو هغه په دې برخه کې د چا نوم يا د نه کړ
دغه راز د غزني د ولايتي شورا منشي حميدالله سروري هم وايي چې په دې وروسيتو کې د ولايتي شورا ډيرى غړي ناسوب وي.
خو هغه پژواک ته وويل چې په غزني ولايت کې کومه داسې پروژه نه ده پلې شوې چې د ولايتي شورا غړو يې څارنه نه وي کړې.
هغه زياته کړه چې د شورا د غړو د ناسوبتيا ستونزه به ډير ژر هواره شي.
د غزني ولايتي شورا ١٩غړي لري چې څلور يې ښځينه دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.