" په تېرو دوولس کلونو کې ګيرو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې"

 
غزني ښار(پژواک ۹ تله ۹۲) : د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې هيڅ پراختيايي کار نه دى شوى او نه د خلکو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.
 دګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې په برخه کې  زر افغانۍ نه دي لګېدلي، نو بيا څنګه دولت د دې ولسوالۍ له خلکو د مرستې او ملا تړ تمه  لري.
 نوموړی زياتوي: (( دګيرو په ټوله ولسوالۍ کې د۱۲ ټولګي فارغ نه لرو، ښوونځي نشته، روغتيايي مرکز نشته، ډاکټرنشته، ښوونکی نشته .))
  خيرخواه وايي، وسله والو طالبانو  ټول ښوونځی سوځولي او اوس هم په دې ولسوالۍ کې د هر پراختيايي کار مخه نيسي  او له عام ولس سره دښمني کوي.
 د ولسوال په وينا، طالبانو د ګيرو او اندړو ولسوالۍ تر منځ لويه لاره له ماينونو  ډکه کړې  له تېرو اتو کالونو راهيسې دغه لار بنده ده، لومړی بايد دغه  لار له ماينونو پاکه شي، تر څو د پخېدو په کار کې ستونزې او خنډ پيدا نه شي.
هغه زياته کړه، د ګيرو په زياترو سيموکې وسله وال  فعال دي ، دوى هره ورځ دکلي له منځه او يا هم د خلکو له کورونو  په پوليسو بريدونه کوي.
 ولسوال وايي، دولت د ګيرو ځوانانو ته دکار زمينه نه ده برابره کړې، هغوى مجبوره دي، چې بهرنيو هيوادونو ته ولاړ شي او يا له وسله والو سره د دولت پر وړاندې ودريږي.
  دده په خبره،د ګيرو خلک ډيرې اړتياوې لري، چې تر ټولو لومړۍ يې امنيت دى،له هغه وروسته د ژوند نورې اسانتياوې دي، چې د ګېرو خلک ترې بې برخې دي.
د ولسوال په وينا،په ګيرو کې ۶۰ سلنه بهرني طالبان فعاليت لري، چې پاکستاني،  عرب او نور وسله وال  په کې شامل دي.
  دى زىاتوي : ((خلک نور د طالبانو له کړنو  ستړي شوي که چيرې لږ د بيارغونې کارونه هم وشي، نو مطمين يم ،چې نور به خلک په خپل مټ  طالبان له سيمې وشړي .))
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د دې ولسوالۍ ستونزو ته پاملرنه وکړي،سوځول شوي ښوونځي ورغوي ، خلکو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.
 د خيرخواه په خبره،  خلک راځي د ټاکنو کارتونه اخلي، خو طالبانو ورته ګواښ کړى، چې نه به کارتونه اخلي او نه به په ټاکنو کې ګډون کوي.
  ولسوال وايي، که چيرې دولت د دې ولسوالۍ پر وړاندې همداسې بې غوره پاتې شي او د ګيرو له خلکو سره کړې ژمنې عملي نه کړي امکان شته، چې ټولټاکنې له ستونزو سره مخ شي.
  د ولسوال په وينا، سږکال يې د قومي مشرانواو خلکو په مرسته په هغو سيموکې، چې اوس مهال د دوی تر واک لاندې دې يو شمير  ښوونځی پرانيستي او زده کوونکي يې هم ورځ تربلې زياتيږي.
 طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ولسوال د خبرو په غبرګون کې پژواک اژانس ته وويل، هغه کسان چې له حکومت سره کار کوي او هغه پروژې چې دولت يې پلې کوي دوى يې مخه نيسي او اجازه به ور نه کړي، چې کار وکړي.
د ده په وينا : (( موږ بې طرفه او شخصي کارونو ته اجازه ورکوو، خو هغه هم په هغه صورت کې چې په سيمه کې د طالبانو له ځايي کمېسيونه اجازه ولري.))
مجاهد وايي، چې دوى له زده کړو او ښوونځيو سره هيڅ ستونزه نه لري، کوم ښوونځي که تړلي وي او يا زده کوونکي نه ورځي، نو ښايي هغه به د جګړې په سيمه کې وي.
هغه دا خبره رد کړه، چې په ګيرو کې بهرني وسله وال فعاليت کوي، بلکې ټول افغان طالبان دي.