د غزني خلکو د ټاکنو لپاره د امنيت غوښتنه وکړه

 
غزني ښار (پژواک ۱۶ تله ۹۲): د غزني  يو شمېر قومي مشرانو او خلکو له دولت څخه غوښتي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي ، څو د غزني خلک وکولای شي د خپلې خوښې  کانديد ته رايه ورکړي.
د غزني  په لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او خلکو نن (د تلې ١٦مه) د يوې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره امنيت ونيسي.
 د غزني يوه قومي مشر او د سولې شورا غړي خليل هوتک وويل :((موږ غواړو چې راتلونکی ولسمشر د خلکو په خوښه وټاکل شي او دا هر څه هغه وخت کېږي چې پوره امنيت وي.))
 نوموړي د غزني له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې ولسمشر ته رايه ورکړي.
 د غزني مقر ولسوالۍ د خلکو شورا مشر علي خېل وايي، د غزني خلک د ټاکنو په ارزښت  پوهېدلي  هغوى غواړي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو وړ کانديدانو ته رايه ورکړي.
د نوموړي په خبر، که حکومت غواړي رڼې ټاکنې ترسره شي نو په لرې پرتو سيمو کې دې ټاکنو ته مناسب چاپېريال برابر کړي.
 د ولايتي شورا غړې او د ښځو د حقونو فعالې حميده ګلستاني وايي، په غزني کې زيات شمېر مېرمنو د امنيتي ستونزو او کولتوري شرايطو له امله د رايې ورکولو کارتونه نه دي ترلاسه کړي.
 ګلستاني د غزني له خلکو وغوښتل، چې خپلو مېرمنو ته اجازه ورکړي ، څو د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.
 نوموړې  له امنيتي ادارو وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره وړ شرايط برابر کړي تر څوک خلک په ځانګړې توګه مېرمنې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.
   په غزني کې د سليمانخېلو شورا  غړى نورالرحمن کټوازی وايي، خلک دې له قومي تعصبه لاس واخلي د هېواد او ولس خدمتګار کانديد ته دې رايه ورکړي.
 نوموړي زياته کړه: ((کله چې تعصب ورک شي هغه مهال به ټاکنې هم ښې ترسره شې او ښه ولسمشر به هم ولرو.))
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې نږدې شپږ مياشتې وروسته د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.