کندهار ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د کندهار د ولايتي شورا د برياليو کانديدانو په لړ کې د دوو وژل شويوکانديدانو نومونه هم راغلي دي.
دغه کانديدان يو حشمت خليل کرزى دى چې د ١١٨١٨ رايو په لرلو سره د نوملړ په لومړۍ شمېره او بل خان محمد افغان دى چې د ٨٣٢٥ رايو په لرلو د نوملړ په اوومه شمېره کې ځاى لري.
حشمت خليل کرزى د زمري په ٧مه، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ په پلمه د يوه تن له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او خان محمد افغان د چنګاښ په ٧مه، د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کې د تالاشۍ پر مهال د پوليسو له لوري ووژل شو.