کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس وايي، د خلکو پراخه ونډه د ټاکنو روڼتیا تضمینوي او هغوی باید په پراخه کچه په دغه ملي پروسه کې برخه واخلي.
عبدالعزیز اریايي دغه څرګندونې په کندهار ولایت مقام کې د ټاکنو اړوند په جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د کندهار والي، امنیتي مسوولینو، نوماندانو، قومي مخورو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.
نوموړي وویل، په کندهار کې د ټاکنو اړوندې چارې په بریالیتوب روانې دي او ټول لازم تدابیر نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دواړه کمېسیونونه په ټول توان هڅه کوي چې رڼې ټاکنې تر سره کړي، خو دا یواځې د دغو ادارو دنده نه ده.