Add new comment

کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس وايي، د خلکو پراخه ونډه د ټاکنو روڼتیا تضمینوي او هغوی باید په پراخه کچه په دغه ملي پروسه کې برخه واخلي.
عبدالعزیز اریايي دغه څرګندونې په کندهار ولایت مقام کې د ټاکنو اړوند په جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د کندهار والي، امنیتي مسوولینو، نوماندانو، قومي مخورو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.
نوموړي وویل، په کندهار کې د ټاکنو اړوندې چارې په بریالیتوب روانې دي او ټول لازم تدابیر نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دواړه کمېسیونونه په ټول توان هڅه کوي چې رڼې ټاکنې تر سره کړي، خو دا یواځې د دغو ادارو دنده نه ده.
دی وايي، د ګڼو نورو مواردو تر څنګ په خپله د خلکو پراخ ګډون د ټاکنو روڼتیا تضمینوي، له همدې امله قومي مخور او کاندیدان باید له خلکو وغواړي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د ده په وینا، تر هغه ځایه چې د شکایاتو کمېسیون دنده ده، په هر ولایت کې به یې استازي ټاکنې له نږدې څاري او له هغو سره به قانوني چلند کوي چې سرغړونه کوي.
ده یادونه وکړه، له ښه مرغه په دې وروستیو کې ټاکنیز جرمونه په رسمیت پېژندل شوي او کوم څوک چې د انتخاباتي جرمونو مرتکب کېږي، د جزا کوډ له مخې به په جدیت چلند ورسره کېږي او هیڅوک ان د کمېسیون کمېشنران به هم له قانون څخه معافیت و نه لري.
ده ټینګار وکړ چې ګوندونه، مدني ټولنې او روڼ اندي کولای شي د ټاکنو ټولیزه څارنه وکړي څو شفافې او رڼې تر سره شي.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، امنیتي ارګانونو په ډېرې مېړانې تر دې مهاله د ټاکنو د پروسې امنیت خوندي کړی، په داسې حال کې چې دښمنان له دننه او دباندې د ټاکنو پر وړاندې ستونزې زېږوي.
خو ده ډاډ ورکړ چې امنیتي ارګانونو ټول تدابیر نیولي او تمه ده چې ټاکنې به په امنیتي فضا کې وشي.
والي د ټاکنو د ورځې د امنیتي تدابیرو په لړ کې خبر وکړ چې د ټاکنو د ورځې له ماښامه به په ښار کې ټول ترافیک بندوي او یواځې به هغه موټر د تګ راتګ اجازه ولري چې ځانګړي کارتونه ورکړل شوي وي.
ده وویل، هر کاندید ته یې د دوو موټرونو د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.
دی وايي، دا ګام یې د خلکو او ټاکنیز بهیر د امنیت ساتنې په موخه اخیستی، ځکه دښمن له هرې کوچنۍ تشې ګټه اخلي.
په سوېل کې د ملي پولیسو د ۴۰۴ میوند زون قومندان جنرال نبي الهام وویل، د ټاکنو د پروسې د امنیت چارې په عادي توګه پر مخ ځي او دا د پولیسو دنده ده چې د خلکو امنیت خوندي وساتي.
نوموړي خبر ورکړ چې د ټاکنو په ورځ هیڅوک حق نه لري د ټاکنیز مرکز ۵۰۰ مترۍ ته له وسلې سره داخل شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ټاکنو له ورځې تر ۷۲ ساعتونو هیڅوک د لاریون، اعتصاب، لارې بندونو او نورو حق نه لري.
په غونډه کې څو تنو نوماندانو هم خبرې وکړې او غوښتنه یې کوله چې دوی ته دې د ډېرو نقلیه وسایطو د تګ راتګ اجازه ورکړای شي، څو ډېر خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او خپلې رایې وکاروي.
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ تنې یې ښځې دي.
دغه راز د ټول کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره تنې یې ښځې دي.
د افغانستان  ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم به د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.