"د کندهار ولايتي شورا د ولايت ادارو پر کړنو نظارت ډېر کړى"

کندهار ( پژواک، ٢٠ تله ٩٤ ) : د کندهار ولايتي شورا وايي چې د ولايتي ادارې پر کړنو يې نظارت ډېر کړى ، تر څو په چارو کې سمون او اصلاحات راشي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د کندهار اوسېدونکي د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري، په همدې بنسټ يې دولتي ادارې هڅولې چې ډېر کار وکړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.
دى وايي، په همدې موخه د ولايتي شورا په چوکاټ کې بېلابېل کمېسيونونه جوړ شوي چې نه يواځې د خلکو ستونزې څېړي، بلکې د اړوندو دولتي ادارو چارې هم څاري.
نوموړى چې د ولايتي شورا په چوکاټ کې د پوهنې او روغتيا کمېسيون مشر هم دى، وايي د ولايتي شورا غړو تل ګڼو ولسواليو ته سفرونه کړي او هلته يې له چارو نظارت کړى دى.
هغه زياته کړه، له يو شمېر ولسواليو څخه داسې شکايتونه تر لاسه کېدل چې هلته د پوهنې بهير د فساد ښکار دى او ډېرى ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
دى وايي، د پوهنې او روغتيا د کمېسيون د مشر په توګه يې په دې وروستيو کې ارغنداب، پنجوايي، ژيړۍ، ميوند او يو شمېر نورو ولسواليو ته سفرونه کړي، د پوهنې چارې يې څارلي او بيا يې له خلکو او د پوهنې رياست له چارواکو سره د اصلاحاتو په موخه خبرې کړې دي.
د شېردلي په خبره، ولايتي شورا هوډ لري چې په دې برخه کې ډېر کار وکړي، څو د ولسواليو ټول ماشومان زده کړو ته لاسرسى ومومي او د هغوى د زده کړې په بهير کې د فساد مخنيوى وکړي.
خو هغه دا ومنله چې د چارو د نظارت په موخه لا هم يو شمېر لرې پرتو ولسواليو ته د ناامنۍ له امله سفر نه شي کولاى.
شېردلي دغه راز په ولسواليو کې د ملي پيوستون د پروګرام په اړه وويل چې ولايتي شورا په بېلابېلو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروژې څارلې او هغه شوراګانې يې معطلې کړې چې کارونه يې په سمه توګه نه وو تر سره کړي.
دى وايي، تر هر څه وړاندې د ولسواليو په کليوالي شوراګانو کې اصلاحاتو راوستلو ته اړتيا ده، تر څو د پيسو په لګولو کې د فساد مخنيوى وشي.
نوموړي ددې ترڅنګ د خلکو تر منځ د شخړو د حل کولو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې ولايتي شورا تر دې مهاله توانېدلې چې په بېلابېلو ولسواليو کې د قومونو تر منځ لويې شخړې هوارې کړي او د هغوى تر منځ روغه جوړه وکړي.
هغه زياتوي، د دغو شخړو له منځ څخه درې څلور يې د قتل پېښې وې چې مقابلو لورو ته يې درانه زيانونه اړولي وو، خو د هغوى د هلو ځلو په پايله کې يې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.
شېردلي په کندهار ښار کې د خوراکي توکو د بيو د کنټرول په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل په دې وروستيو کې د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دى، خو په مقابل کې يې د خوراکي توکو بيې لوړې وې، د خلکو په غوښتنه يې له سوداګرو او دوکاندارنو سره ليدلي او ځينو توکو ته يې مناسبې بيې ټاکلې دي.
نوموړي د دې ترڅنګ د برېښنا نشتوالى، ټيټ اقتصادي وضعيت، بې روزګاري او نور د خلکو عمده ستونزې وګڼلې او د حل لپاره يې د مرکزي ادارې پاملرنه وغوښته.
هغه په کندهار کې امنيتي وضعيت تر ٨٠ سلنې پورې ښه وګاڼه او ويې ويل چې د لا ښه والي لپاره يې تل له قومي مشرانو او خلکو سره ليدلي چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او ثبات ته لاره هواره کړي.
د کندهار ولايتي شورا په اوونۍ کې دوه ورځې غونډې کوي چې د کندهار ښار او ولسواليو اوسېدونکي ورته د خپلو ستونزو د هواري په موخه مراجعه کوي.
 خلک وايي، ولايتي شورا د دوى او حکومت تر منځ يو ښه رابط دى، خو په دې شرط چې ستونزې يې واورېدل شي او د حل په موخه چارواکو ته وړاندې شي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکى نصر الله وايي، د ولايتي شورا غړي دې په سمه توګه د خپلو خلکو استازيتوب وکړي او د هغوى د ستونزو د حل په موخه دې پر ولايتي ادارې فشار راوړي.
نوموړى وايي، خلک ډېر مهال خپلې ټولنيزې او نورې ستونزې د عرضپاڼو په توګه ولايتي شورا ته وړاندې کوي، چې ډېر مهال يې حل اوږد وخت په بر کې نيسي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.