ايران: افغان سوداګر کولاى شي د چابهار بندر له لارې توکي صادر کړي

کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د ايران کونسل وايي افغان سوداګر کولاى شي خپل کرنيز محصولات او مېوه د چابهار بند له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته صادر کړي.
دغه څرګندونې په کندهار کې د ايران کونسل حميد رضا کريمي د کندهار له والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ليدنه کې وکړې.
کريمي وويل، په دې وروستيو کې د چابهار بندر پرانيستل شوى او افغان سوداګر اوس کولاى شي د همدغه بندر له لارې له نړۍ سره سوداګريزه راکړه ورکړه وکړي.
هغه زياته کړه، ايران هڅه کوي په ياد بندر کې د افغان سوداګرو لپاره هر راز اسانتياوې برابرې کړي، څو وکولاى شي په اسانۍ خپل اموال صادر کړي.
نوموړي خلکو ته د ويزې په ورکړه کې هم د اسانتياوو راوستو خبر ورکړ او ويې ويل، د کندهار او سوېلي زون اوسېدونکي له ځنډ پرته د ايران ويزې ترلاسه کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ زيات شوى دى.
د ايران کونسل وايي، هغو ناروغانو ته چې غواړي ايران ته د درملنې لپاره لاړ شي په يوه ورځ ويزه ورکوي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې له کندهار هوايي ډګر څخه د ايران تهران او مشهد ښارونو ته د اوونۍ دوې ورځې الوتنې کېږي چې په دې توګه خلکو ته د خوندي تګ راتګ ډېرې اسانتياوې رامنځته شوي دي.
کونسل د افغانستان او ايران په دوه اړخيزو اړيکو هم خبرې وکړې او ويې ويل د دواړو هېوادونو اوسېدونکي له يو بل سره دوستانه اړيکې لري.
هغه په دې برخه کې خبر ورکړ چې د کندهار ولايت ٢٥ ته ديني عالمانو او د ولايتي شورا غړو ته به زمينه برابره کړي چې ايران ته سفر وکړي او د دغه هېواد له جوماتونو، تعليمي ادارو، تاريخي اثارو او يو شمېر نورو ځايونو څخه ليدنه وکړي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ايران له کونسل څخه مننه وکړه چې خلکو ته يې د ويزې په ورکړه کې اسانتياوې ډېرې کړې دي.
هغه زياته کړه، ايران دې افغان سوداګرو ته له چابهار بندر څخه د ليدو زمينه برابره کړي، څو هغوى ډاډه شي چې کولاى شي خپل مالونه له دې لارې نورې نړۍ ته صادرولاى شي.
د کندهار ولايت سوداګر هم د چابهار بندر په پرانيستل کېدو خوښي ښيي او مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې له ايران چارواکو سره په ګډه په دغه پندر کې د سوداګرو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
د کندهار د مېوو د اتحاديې مسوول حاجي نانى وايي، که د چاپهار بند د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستل شي نو پر پاکستان به د سوداګرو تکيه کمه شي.
هغه وويل، افغان سوداګر به اوس د دې جوګه شي چې خپل کرنيز حاصلات د چابهار بند له لارې نه يوازې هند او عربي هېوادونو، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.
دى وايي اوسمهال د اسانتياوو د نشتوالي له امله سوداګر اړ دي چې خپل محصولات په ټيټيه بيه پاکستان ته صادر کړي چې له هغه ځايه يې پاکستاني سوداګر د خپلو هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادروي چې ډېره ګټه يې هم دوى وړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.