کندهار( پژواک ٢٧ غبرګولي ٩٣ ): د کندهار ولايت يو شمير مدني ټولنو او قومي مشرانو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې وغندلې او ويې ويل چې هغه د ګواښونو په کولو د ولس د ملي ارادې سپکاوى کوي، خو ولس د خپلو رايو دفاع کولاى شي.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شوې . په دې ټاکنو کې د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو (ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ) تر منځ سيالۍ وشوې.