کندهار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد اته طالب ماين خښوونکي وژلي دي.
د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه يوه بجه د شاوليکوټ ولسوالۍ د کيسۍ له غره سره نږدې د کندهار او اروزګان پر لويه لاره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې اته ماين خښوونکي وژل شوي او د سيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
فيصل وايي، چې په بريد کې د وژل شوو ماين خښوونکو ١٠ کړۍ ماينونه، پنځه کلاشينکوفونه، درې مخابرې او څلور موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.