Add new comment

NATO soldiers kills deminer in Panjwai

 
کندهار (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٢): بهرنيو ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې يو ماين پاکوونکى په هوايي بريد کې وژلى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل  د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، ماين پاکوونکو په سيمه کې د ماينونو د موندلو او شنډولو په موخه خېمه لګولې وه، چې بهرنيو ځواکونو له دې ډلې يواځې يو ماين پاکوونکى په نښه کړى او وژلى دى.
نوموړي دا و نه ويل، چې وژل شوى ماين پاکوونکى د کومې موسسې اړوند دى، خو وايي، چې بهرنيو ځواکونو پرې د وسله والو ګومان کړى او سهواً يې ورباندې بريد کړى دى.
د هغه په خبره، د پېښې د پلټنې لپاره يو پلاوى سيمې ته لېږل شوى دى.
خو د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې ماين پاکوونکى د MCPA کارکوونکى دى او له خپلو نورو همکارانو سره د ماينونو په موندلو بوخت و.
د نوموړي په وينا، ايساف ځواکونو د ګڼو ماين پاکوونکو له ډلې يواځې همدا يو تن په نښه کړى او وژلى دى.
دى وايي، ايساف ځواکونو ورته ويلي، چې وژل شوى کس له پخوا څخه د هغوى هدف و، دغه کس نه يواځې دا چې د ماين پاکۍ په موسسه کې يې کار کاوه، بلکې له وسله والو مخالفينو سره يې هم د ماينونو په جوړولو کې مرسته کوله.
ولسوال هم وايي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، تر څو معلومه کړي، چې وژل شوى ماين پاکوونکى رښتيا هم له وسله والو سره اړيکې لرلې او کنه.
په کندهار ولايت کې دا لومړنۍ پېښه ده، چې د ايساف هوايي ځواک يو ماين پاکوونکى په نښه کوي.
په دې اړه تر اوسه لا ايساف ځواکونو څه نه دي ويلي.
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.