Airstrike pounds rebels planting bombs, 8 killed

 
کندهار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد اته طالب ماين خښوونکي وژلي دي.
د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه يوه بجه د شاوليکوټ ولسوالۍ د کيسۍ له غره سره نږدې د کندهار او اروزګان پر لويه لاره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې اته ماين خښوونکي وژل شوي او د سيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
فيصل وايي، چې په بريد کې د وژل شوو ماين خښوونکو ١٠ کړۍ ماينونه، پنځه کلاشينکوفونه، درې مخابرې او څلور موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند قاري يوسف احمدي تر دې مخکې ويلي وو، چې د دوى کسان په ډله ييزه توګه ماينونه نه خښوي او د هغوى په ډله ييزه توګه د وژنې ادعاوې بې اساسه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.