کندهارښار( پژواک، ١٢ لړم ٩٢):په داسې حال کې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه د روانې لړم مياشتې په ١٩مه نېټه پاى ته رسېږي، د کندهار د پنځو سرحديو ولسواليو اوسېدونکي قومي مشران وايي، چې ډېرو خلکو د رايې ورکولو کارتونه نه دي اخيستي او کېداى شي په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.
معروف، ارغستان، سپين بولدک، ښورابک او رېګستان د کندهار ولايت هغه پنځه سرحدي ولسوالۍ دي، چې پر ډيورنډ کرښه پرتې دي.