کندهار ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٢): د کندهار ولايتي شورا ته ٨١ تنو ځانونه کانديد کړي، چې ٧ يې ښځې دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې لړۍ د وږي په ٢٥مه پيل شوې وه، چې وړمه ورځ د تلې په ١٤مه، پاى ته ورسېده.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نجيب الله حق پرست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه موده کې د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون ٨١ تنو ځانونه کانديد کړي دي.
هغه زياته کړه، په ټوله کې ١٠٦ تنو ولايتي شورا ته د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې وې، خو له دې ډلې ٨١ کسانو ځانونه نوماند کړل.
د نوموړي په وينا، ولايتي شورا ته د کانديد شوو شل سلنه نوي ځوانان جوړوي؛ پاتې نور يې د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور دي.
د کندهار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنه يې ښځې دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، ښايي دغه شمېره ١٩ تنو ته پورته شي، چې ١٥ به يې نارينه او ٤ تنې به يې ښځې وي.
د ټاکنو د کمېسيون مسوولين وايي، د کانديدانو د اسنادو تر څېړلو او ځينو نورو پړاوونو وروسته به د هغوى وروستى نوملړ خپور شي.
د کندهار ولايتي شورا ګڼ شمېر کانديدان وايي، چې امنيتي چارواکي دې د ډاډمن امنيت په موخه خپلې هلې ځلې زياتې کړې، ترڅو هم په کندهار ښار او هم په ولسواليو کې کانديدانو ته د کمپاين کولو زمينه برابره شي او هم خلک وکولاى شي، د خپلې خوښې وړ کسانو ته رايې ورکړي.
د کندهار د ولايتي شورا غړى او کانديد حاجي نعمت الله شېردلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيت تر ټولو مهم دى او امنيتي چارواکي بايد هڅه وکړي، چې د امنيت کړۍ تر لېرې ولسواليو پورې پراخه شي، ترڅو هم خلکو ته د کارت اخيستلو او هم د رايې ورکولو زمينه برابره شي.
دى وايي، که امنيت ډاډمن نه وي، نو نه کانديدان په لېرې سيمو کې کمپاين کولاى شي او نه هم خلک زړه ښه کوي، چې د خپلې خوښې وړ کانديدانو ته رايه ورکړي.
بل خوا، په کندهار ښار او ولسواليو کې د نوم ليکنې د ګرځنده ډلو له فعاليت سره د رايې ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ چټکه شوې ده.
د کندهار د ټاکنود خپلواک کمېسيون مشر نجيب حق پرست وايي، تر دې مهاله تر ١٠٠زرو زياتو کسانو کارتونه اخيستي، چې ٢٣زره تنه يې ښځې دي.
دى وايي، په ولسواليو کې د هغوى ګرځنده ډلې د ملي او سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ خپل کارونه مخ ته وړي او تر دې مهاله له کومې ستونزې سره مخ شوې نه دي.
Add new comment