Iran overtly arming militants: Gen. Razzaq

 
کندهار( پژواک ١٦ غبرګولى ٩٢) : د کندهار امنيه قوماندان وايي، چې تر دې وړاندې ايران له وسله والو مخالفينو سره په پټه مرستې کولې، خو اوس په ښکاره وسلې او نور تجهيزات ورکوي.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ١٦مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
مل پاسوال عبدالرازق وويل، امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په کندهار، اروزګان او زابل ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال شاوخوا ٥٠ ميله ايراني شل ډزې وسلې نيولې دي.
هغه زياته کړه، له دې  جوتېږي، چې ايران مخکې له وسله والو مخالفينو سره په پټه مرستې کولې، خو اوس دا هر څه په ښکاره کوي، چې ښه بېلګه يې په دومره ډېر شمېر کې د ايرانيو وسلو نيول کېدل دي.
دى وايي: ((پخوا ايران د کوټې له لارې په پټه له وسله والو طالبانو سره مرستې کولې، خو اوس دا هر څه په ډېره بربنډه توګه په نيمروز او د کرښې د هغې غاړې په ګردجنګل سيمه کې کوي، چې ايران ته هم نږدې سيمه ګڼل کېږي.))
امنيه قوماندان دا هم وويل، چې په دې وروستيو کې په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه زيات شوي ، خو دومره هم نه دي، چې هغوى يې د مخنيوي توان نه لري.
هغه زياته کړه، دغلته د وسله والو فعاليتونه تر هغه وروسته ډېر شوي، چې د پولې د پورې غاړې په چمن، کوټه او کچلاغ ښارونو کې مدرسې په زور او جبر رخصت شوې او طالبان يې دلته د جګړې لپاره را لېږل شوي دي.
ده وويل، رالېږل کېدونکي ډېرى طالبان له ١٤ تر ١٧ کلونو عمر لري، خو په شلو کې دوه يې د پاخه عمر لرونکي وي.
امنيه قوماندان ادعا وکړه، چې وسله والو مخالفينو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په هغو ځايونو کې خېمې لګولي، چېرته چې د پاکستان پوله ساتي ځواکونه پوستې لري.
دى وايي، مخالفين د پاکستانيو ځواکونو په مرسته له کرښې دې غاړې ته را اوړي او تر بريدونو وروسته بيرته د همدغو ځواکونو په مرسته ستنېږي،  خو هغوى يې هيڅ مخه نه نيسي.
نوموړي د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو او داکمالاتو د مخنيوي تر ټولو غوره لاره پر کرښه د ځواکونو ډېروالى او کنټرول ياد کړ او ويې ويل، تر هغه چې د وسله والو مخالفينو پر مخ پرانيستې پولې و نه تړل شي، د هغوى په فعاليتونو کې کمښت نه شي راتلاى.
هغه وويل: ((موږ په کندهار کې له پاکستان سره غځېدلې اوږده پوله کنټرول کړې ده، يواځې د هلمند په ساحه کې له پاکستان سره ١٦٢ کيلو متره پوله خلاصه پاتې ده، دغه راز د زابل او پکتيا تر منځ د شملزو او قمرالدين کارېز پوله هم خلاصه پاتې ده او اوسمهال وسله وال مخالفين ټول له دغو سيمو خپل اکمالات کوي.))
خو هغه خبر ورکړ، چې د هلمند د پرانيستې پولې د څار په موخه دوه کنډکه امنيتي ځواکونه به ډېر ژر په دندو وګومارل شي، تر څو د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ او د هغوى د اکمال مخه ونيسي.
امنيه قوماندان په روانه اوونۍ کې د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې روانه اونۍ په بېلابېلو سيمو کې په تر سره شويو عملياتو کې ٥١  وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٨ نور ژوندي نيول شوي دي.
هغه دغه راز وويل، طالبانو اوس خپل ټول زور د ماينونو ځاى پر ځاى کولو ته يو  کړى، په لويو لارو، فرعي لارو، د ولسواليو او کندهار ښار تر منځ پر غځېدلو لارو او د ولسي خلکو د کورو په مخ کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
دى وايي، په همدې روانه اوونۍ کې پوليسو په بېلابېلو ساحو کې ٣٧٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د ده په وينا، په دغو ماينونو کې تر ډېره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، نوموړي په دې برخه کې د خښ شوو ماينونو له امله د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دغه موده کې ماينونو د کندهار، اروزګان او زابل ١١٠ وګړي وژلي او ١٧٠ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.