Add new comment

کندهار (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): په کندهار کې د ځوانانو یوه بنسټ د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند د پوهاوي غونډه او د نوماندانو ترمنځ مناظره جوړه کړې وه چې ګڼو ځوانانو، مدني فعالانو، مشرانو او کاندیدانو په کې ګډون کړی و.
دغه غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، برخه والو یې د رڼو ټاکنو غوښتنه کوله او ویل یې اجازه نه ورکوو چې افراد، سیاسیون او ګوندونو د خپلو نامشروع غوښتنو لپاره ټاکنې په خپله ولکه کې واخلي.
د افغانستان د اصلاح غوښتونکو ځوانانو ټولنې مشر کریم زاده وویل، رڼې او عادلانه ټاکنې د هر افغان حق دی څو د اشخاصو او ګوندونو له لاسوهنې پرته پر خپل وخت وشي.
هغه زیاته کړه، یو شمېر اشخاصو، کړیو او ګوندونو هڅه کوله چې د خپلو نامشروع غوښتنو له مخې ټاکنې وځنډوي او یا هغسې وشي چې د دوی ګټې په کې خوندي وي.
خو دی وايي چې په کابل، ننګرهار، بلخ او هرات کې یې بېلابېلې غونډې جوړې کړې اوټول ځوانان د هغوی پر وړاندې ودرېدل چې ټاکنې باید رڼې وي او پر خپل وخت دې وشي.
د ده په خبره، په دې لړ کې دغه ځل کندهار ته راغلي او دلته هم ټول ځوانان له نړیوالې ټولنې او حکومته غوښتنه کوي چې ټاکنې دې پر خپل وخت وشي او د سیاسیونو له هر ډول لاسوهنې دې پاکې وي.
کريمزاده زیاته کړه، ځوانان د افغانستان د نفوس لویه برخه جوړوي، هغوی په جګړه کې زېږېدلي، لوی شوي او په جګړه کې ژوند کوي او له دغه حالت څخه د وتلو لپاره غواړي خپل برخلیک په خپله وټاکي او چا ته اجازه نه ورکوي چې نور د دوی برخلیک وټاکي.
خو ده پر ځوانانو غږ وکړ چې ولسي جرګې ته داسې کسان د خپلو استازو په توګه ولېږي چې برنامه او کاري پلان ولري او یوازې د ملي ګټو په اړه فکر وکړي.
نوموړي یادونه وکړه چې له تېرو ټاکنو خلک خوښ نه دي؛ ځکه خو را پاڅېدلي چې تېرې تجربې بیا تکرار نه شي.
کريمزاده له کاندیدانو هم وغوښتل چې د ټاکنو له کمېسیون سره همکاري یې ۵۰ سلنه کولای شي ټاکنې رڼې او شفافې وي.
 
یوې ښځینه مدني فعالې سحر ساحل هم وویل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د ځوانانو په ملتیا هوډ کړی د هغو پر وړاندې ودرېږي چې د خپلو نامشروع غوښتنو پر بنسټ غواړي ټاکنې و نه شي.
دې زیاته کړه، د همدې لپاره یې ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړې څو ځوانانو ته انګېزه ورکړي چې د رڼو ټاکنو لپاره ودرېږي او دغه راز کاندیدان وهڅوي څو ښې برنامې ولري او په ولسي جرګه کې د ولس رښتینې استازولي وکړي.
ژورنالېست او لیکوال رفېع الله انځور هم وویل، دا د ځوانانو مسوولیت دی څو د هغو ډلو او اشخاصو پر وړاندې ودرېږي چې غواړي د خپلو ناسمو ګټو لپاره ټاکنې په خپله ولکه کې واخلي.
دغه راز ده ټینګار وکړ چې پاکو او رښتینو نوماندانو ته رایه ورکړي چې سبا ترې حساب هم وغوښتلای شي.
د غونډې دویمه برخه مناظرې ته ځانګړې شوې وه چې د کندهار څلورو نوماندانو، دواخان مینه پال، عبدالروف عزیز، محمد ابراهیم الکوزي او سید احمد سېلاب په کې ګډون کړی وو.
نوماندانو خپلې تګلارې وړاندې کړې او د ټاکنو پر روڼوالي یې ټینګار وکړ.
د کوچیانو نوماند دواخان مینه پال وویل، د حکومت د دې اقدام هرکلی کوي چې دا ځل ټاکنې د بایومټریک سیسټم له مخې کوي.
ده وویل، دا چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلک له ځايي او کوچي سره د توپیریز چلند له امله کړېږي، که بریالی شي نو د توپیر د ختمولو لپاره او د هېواد د ټولو اتباعو د حقونو د دفاع لپاره به کار کوي.
نوموړي یادونه وکړه چې په ټاکنو کې د چارواکو مسوولیتونه معلوم دي او هغوی دې په دغه بهیر کې لاسوهنه نه کوي.
بل نوماند سید احمد سېلاب په کندهار کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو یادونه وکړه چې د سمون لپاره به یې په په پارلمان کې د خپل صلاحیت او مسوولیت سره سم کار کوي.
دغه راز نورو نوماندانو هم خپلې تګلارې وړاندې کړې او ویل یې چې د خلکو د ښېرازۍ او د هېواد د ملي ګټو لپاره به کار کوي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې مياشتې په ٢٨مه، ترسره شي.

نښه: 
 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.