Add new comment

حاجي اغالالى: ټاکنيزې لانجې له خلکو د ستونزو د حل لار ورکه کړې

کندهار ښار (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا غړى او کانديد حاجي اغا لالى دستګيري وايي، ټاکنيزو لانجو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د دې تر څنګ چې د ژوندانه هر اړخ يې اغېزمن کړى، له خلکو يې د ستونزو د حل ادرس هم ورک کړى دى.

دستګيري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پخوا به خلکو خپلې ستونزې په اونۍ کې دوه ځلې د ولايتي شورا له غړو سره شريکولې او هغوى به يې د حل لپاره اقدام کاوه، خو اوس شپږ مياشتې کېږي چې د ستونزو د حل د دغه ادرس دروازه د خلکو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه، د روان کال په پيل کې تر هغه وروسته چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو کمپاينونه پيل کړل، د ولايتي شورا غړو د ټاکنو په پايله کې د ولايتي شورا د نوو غړو د معرفي تر مهاله خپلې غونډې وځنډولې.

دى وايي، دا دى شپږ مياشتې تېرې شوې چې نه د ولايتي شورا لپاره نوي غړي معرفي شول او نه هم پخوانيو غړو ته اجازه ورکړل شوه چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا، دا سمه پرېکړه نه وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د جنجالي کېدو له امله د ولايتي شوراګانو د پايلو اعلان هم وځنډېد.

د دستګيري په باور، روان ګونګ حالت خلک له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او پر ټاکنو، د ولسمشرۍ او ولايتي شورا پر کانديدانو يې د هغوى باور زيانمن کړى دى.

دى وايي: ((هغه معلومات چې زه لرم، خلک په سختو ستونزو کې راګير دي، پخوا به خلکو خپلې ستونزې ولايتي شورا ته راوړلې او موږ به يې د حل په موخه اقدام کاوه، خو اوس خلک خپلې يو شمېر ستونزې په انفرادي توګه له يوه او بل مخور سره شريکوي او له هغوى څخه مرسته غواړي.))

نوموړي زياته کړه، د خلکو ډېرې ستونزې داسې دي چې قومي مشران يې په فردي توګه نه شي حل کولاى، خو ولايتي شورا په خپل کاري چوکاټ کې له ولايتي ادارې او مرکز سره شريکولاى او حل کولاى شواى.

هغه د خلکو د ستونزو د حل او د چارو د عادي کېدو په موخه غوښتنه وکړه چې ټاکنيزې کشالې دې پاى ته ورسول شي او د ولسمشرۍ د ټاکنو له پايلو سره جوخت دې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې هم ژر تر ژره اعلان شي.

د کندهار د ولايتي شورا دغه کانديد چې په لومړني لېست کې يې نوم په برياليو کانديدانو کې راغلى، د ولايتي شورا د تېرې دورې په اړه وويل، چې تر ډېره بريده يې خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړې دي.

هغه زياته کړه، ولايتي شورا هره اونۍ دوه غونډې کولې او د کندهار ښار تر څنګ د ټولو ولسواليو او لرې پرتو سيمو خلکو په ازاده توګه خپلې ستونزې له دوى سره شريکولې.

دى وايي، د خلکو ډېرې ستونزې د ناامنۍ، حکومتدارۍ، فساد، تعليم، روغتيا، برېښنا او نورو په اړه وې چې دوى يې غږ تر ولايتي او مرکزي ادارو، ايساف او نړيوالې ټولنې هم رسولى دى.

د نوموړي په وينا، د ولايتي شورا غړو په تېره دوره کې بېلابېلو ولسواليو ته سفرونه هم کړي او هلته يې د بيارغونې له کارونو ليدنه کړې او اړوندې ستونزې يې په ګوته کړې او حل کړې دي.

هغه دا هم وويل چې په شپږو مياشتو او يا يوه کال کې يو ځل د ولايتي شورا غړو کابل ته هم سفرونه کړي او هلته يې د خلکو ستونزې له اړوندو وزارتونو سره شريکې کړې او د حل لارې چارې يې ورته موندلې دي.

د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې د خلکو د ستونزو حل ته لاسرسى وشي او اړوندې دولتي چارې بېرته عادي شي، په کار ده د ولايتي شوراګانو پايلې ژر تر ژره اعلان شي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې هم د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو تر دې ټاکنو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او تر دويم پړاو ټاکنو وروسته دا پروسه ناندريزه شوه او د ولايتي شوراګانو پايلې هم همداسې پاتې شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.