کندهار ښار ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : د کندهار ښار لسګونو ځوانانو ديوه لاريون په ترڅ کې له نوي ملي حکومت څخه په دغه ولايت کې د بنسټيزو کارونو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.
په دغه لاريون کې چې لسګونو ځوانانو برخه اخيستې وه، د تلې په ٨مه، تر غرمې مخکې د کندهار ښار له" شهيدانو "څلور لاري څخه پيل شو او په بېلا بېلو واټونو وګرځېدل.
د لاريون ګډونوالو له ملي حکومت څخه د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ له دوى څخه د خپلو غوښتنو په اړه شعارونه ورکول.
د حميدالله په نامه د لاريون يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ١٣ کلونو کې چارواکو له کندهار ولايت سره د دروغو ژمنې کړي او هېڅ يوه د پام وړ لويه پروژه نه ده ترسره کړې.
هغه زياته کړه، چې د کندهار ډېرى ځوانان بې روزګاره دي او له نوي حکومت څخه يې ځوانانو ته د کار د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.
د کندهار د ځوانانو کاروان ټولنې رييس عبدالولي ودان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لاريون د ځوانانو له خوا ترتيب شوى و او دوى يواځې ورسره همکاري کړې ده.
نوموړى وايي ،دوى له ملي يووالي حکومت څخه د کندهاريانو هغه حق غواړي، چې په تېرو ١٣ کلونو کې ورته نه دى ورکړل شوى.
ده زياته کړه : (( بايد ټولو هغو اقتصادي پروژو ته لومړيتوب ورکړل شي، چې دا ولايت ورته اړتيا لري.))
ودان د بېلګې په توګه د ارغستان د اوبو بند ياد کړ، چې هم برېښنا توليدوي او هم کرنيزو ځمکو ته اوبه ورکولى شي.
نوموړي دغه راز په دې ولايت کې د امنيت د ټينګښت او د فساد د له منځه وړلو لپاره هم په بېړنۍ توګه د اقداماتو کولو غوښتنه وکړه.
Add new comment