Add new comment

Elders from south blast unity govt idea

 
کندهار (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د سوېلي زون سلګونو قومي مشرانو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې يو شمېر استازو او ديني عالمانو په يوې پراخې احتجاجي غونډه کې د ملي يووالي د حکومت په نوم له اېتلافي حکومت سره کلک مخالفت څرګند کړ او دا يې د هېواد پر زيان وباله.
غونډه چې د زمري په ٢٦مه د کندها ښار په تاج محل سالون کې جوړه شوې وه، په کې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل تر ١٥٠٠ زياتو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولايتي شورا او ولسي جرګې يو شمېر غړو ګډون کړى و.
غونډې ته په پيل کې د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي وينا وکړه او ويې ويل چې د لوى کندهار نارينه او ښځينه وګړو د ولسمشرۍ د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې برخه واخيسته، خو له بده مرغه چې د هغوى رايو ته په درنښت و نه کتل شول.
هغه زياته کړه، د دې پر ځاى چې د ولس د رايو پر اکثريت حساب وشي، د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د ملي يووالي حکومت په نوم پر اېتلافي حکومت خبرې روانې دي، چې دا په هيڅ توګه د هېواد او خلکو په ګټه نه دى.
ده وويل: ((پنځه مياشتې تېرېږي چې ټاکنې لانجمنې شوې او ولس په يوه ناڅرګند حالت کې انتظار باسي، نور د ولس زغم پاى ته رسېدلى، ځکه دغه حالت خلک له هر لوري ځپلي دي.))
د نوموړي په وينا، د خلکو پر رايو معاملې د زغم وړ نه دي، په کار ده چې د خلکو پر رايو حساب وشي او د اکثريت رايو په پايله کې ګټونکى نوماند د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
ده زياته کړه، خلک د اېتلافي او د ډلو ټپلو له حکومتونو ښې خاطرې نه لري، د نورو ستونزو تر څنګ د خلکو د تباهۍ، مهاجرتونو، جګړو او بحرانونو عمده لامل په تېر کې اېتلافي حکومتونه وو.
هغه په ډاګه وويل چې دا يو ملي حکومت نه دى چې د څو ډول مشران دې په خپل منځ کې واک ووېشي، که په رښتيا هم دغسې يو حکومت جوړېږي، نو بايد طالبانو او د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي هم په کې دخيل کړاى شي.
د زابل ولايت د خلکو په استازيتوب يوه بل مشر ملا عبدالسلام راکټي هم وويل چې اېتلافي حکومت به په راتلونکي کې د دغه هېواد خلکو لپاره يو لوى سردرد وي.
هغه هم يادونه وکړه چې دغه هېواد د څو خاصو کسانو او ډلو نه دى، که د ملي حکومت خبره مطرح وي، نو بيا په کار ده حزب اسلامي او طالبان هم په کې ونډه ولري، که داسې نه وي نو هېواد به نور هم د بحران پر لور ځي.
خو هغه ټينګار وکړ، د خلکو غوښتنه دا ده چې اساسي قانون ته دې درنښت وشي او د خلکو د اکثريت رايو په پايله کې راغلى نوماند دې د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
ده وويل: ((که په دواړو نوماندانو کې هر يو د خلکو په رايه ګټونکى شو، نو هغوى به يې تر شا درېږي.))
له هلمند ولايت څخه راغلي قومي مشر حاجي احمد جان هم وويل چې په دغه ولايت کې خلکو د مرميو په باران کې د دې لپاره رايه ورکړه، چې امن به راولي، اصلاحات به راولي او خلکو ته به د پرمختګ زمينه برابروي.
هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې چې دښمنانو له ټاکنيزو لانجو څخه موقع ترلاسه کړي، امنيت يې خراب کړى، جګړې زياتې شوې، خو نوماندان خپلې شخصي ګټې پالي او د ولس ستونزې يې هېرې کړې دي.))
ده هم په ټينګه له اېتلافي حکومت سره مخالفت وکړ او ويې ويل که داسې کېدل، نو بيا په دومره قربانيو سره د ټاکنو کېدو ته هيڅ اړتيا نه وه.
ده وويل: ((موږ خپل غږ تر نړيوالو پورې رسوو، موږ په ډاګه وايو چې اېتلافي حکومت نه منو، يوازې د اکثريت رايو په پايله کې ګټونکى ولسمشر منو او د هغه تر شا درېږو.))
د کندهار د ولايتي شورا يوه بل غړي حاجي رحمت الله خان اڅګزي هم وويل چې اېتلافي حکومت د هېواد په ګټه نه دى او دواړو نوماندانو له ولس سره کړى تعهد مات کړ.
ده وويل: ((موږ ځکه د اېتلافي حکومت مخالفت کوو، چې سوله، د فساد پر ضد مبارزه او پرمختګ نه په کې وينو.))
هغه د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د خلکو رايې امانت دي، هغوى دې خپلو لانجو ته د پاى ټکى کېږدي او د خلکو رايو ته دې ازرښت ورکړي که داسې نه کېږي، نو خلک مجبور دي چې له طالبانو سره ودرېږي.
د اروزګان ولايت يوه قومي مشر هم له اېتلافي حکومت سره مخالفت وښود او ويې ويل چې د خپلو رايو ورکولو لپاره يې قربانۍ ورکولې نو د خپلو رايو د دفاع لپاره يې هم ورکولاى شي.
هغه زياته کړه، ولس خپل رسالت ترسره کړ، اوس د نوماندانو وار دى چې خپل رسالت تر سره کړي او د هغوى پر رايو معاملې و نه کړي.
د غونډې يو شمېر نورو ويناوالو چې ديني عالمان هم په کې شامل وو، په ورته توګه له اېتلافي حکومت سره مخالفت څرګند کړ او له نوماندانو يې وغوښتل چې نور د خلکو زغم پاى ته رسېدلى او د ځاني ګټو پر ځاى دې ملي ګټو ته پام وکړي.
د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې په کې راغلي وو: ((د طالبانو تر پرځېدو وروسته په بن کې اېتلافي حکومت جوړ شو، په لومړيو کې حالات ښه وو، خو وروسته امنيت خراب شو، بې ثباتي او د نشه يي توکو قاچاق ډېر شو او ستونزې زياتې شوې.))
په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولې غوښتنه شوې وه چې د افغانستان د خلکو لپاره کار وکړي، نه د دوو نوماندانو د شخصي ګټو لپاره.
دغه راز په پرېکړه ليک کې يادونه شوې وه چې نوماندانو د ټاکنو پروسه د خپلو ګټو په خاطر پنځه مياشتې ځنډولې او ولس يې له امنيتي، اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړى، که د ملي حکومت خبره مطرح وي، په کار ده چې حزب اسلامي او طالبان هم په کې دخيل شي.
په پرېکړه ليک کې په ټينګار سره يادونه شوې وه چې هېوادوالو ته د ملي حکومت په نوم ايتلافي حکومت د منلو وړ نه دى، په کار ده چې نوماندان د اساسي قانون په رڼا کې خپلې وعدې عملي کړي او د ولس رايو ته ارزښت ورکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.