Kandaharis spell out demands on next president

 
کندهار (پژواک ٩ وږى ٩٣): د کندهار ولايت اوسېدونکي له نوي ولسمشره غواړي چې په لومړي ګام کې د امنيت د ټينګښت تر څنګ د برېښنا جوړولو، لرې سيمو ته د حکومتوالۍ غځولو، د فسا له منځه وړو، د پوهنې معياري کولو، د کډوالو د راستنولو، اقتصادي ودې او يو شمېر نورو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي.
که څه هم د هېواد د نورو سيمو د اوسېدونکو په څېر د کندهار اوسېدونکي هم د ټاکنو اوږدې پروسې او راولاړو شوو جنجالونو سخت مايوس کړي، خو تمه لري چې هر څه ژر دغه پروسه پاى ته ورسېږي او د خلکو پر رايو ټاکل شوى ولسمشر خپله دنده پيل کړي.
له نوي ولسمشر څخه د کندهار د خلکو تر ټولو لومړۍ غوښتنه د امنيت او ثبات ټينګښت او بيا د اړوندو نورو چارو ترسره کول دي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د نهر کارېز سيمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((کلونه- کلونه مو جګړې وزغملې، په جګړو کې مو د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړل، کروندې او باغونه مو ويجاړ شول، د جګړو او په خاصه توګه د ماينونو له لاسه اوس هم په وېره او وهم کې ژوند کوو، دا هر څه ټول عمر نه شي زغمل کېداى، نوى ولسمشر دې تر ټولو لومړى امنيت خوندي کړي.))
نوموړى پر دې باور دى چې که امنيت سم شي، نو هر څه په خپله سمېږي، هم دولت ډېر څه کولاى شي او هم خلک د خپل ښه راتلونکي لپاره فکر او زيار ايستلاى شي.
د کندهار ښار د لويې ويالې اوسېدونکى ٣٦ کلن سيد جان بيا له نوي ولسمشره د برېښنا د جوړولو غوښتنه کوي او وايي، چې په تېرو ١٣ کلونو کې چارواکو په دې اړه ډېرې وعدې کړې، خو پوره کړې يې نه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((له نوي ولسمشره تر هر څه مخکې زما غوښتنه دا ده چې د کندهار د برېښنا غم وخوري، تېر ديارلس کاله په لسګونه واره د برېښنا د جوړولو وعدې وشوې، خو هيڅ هم ونه شول، که برېښنا جوړه شي د خلکو ژوند اسوده کېږي، د فابريکو شمېر زياتېږي، خلکو ته د کار کولو لارې خلاصېږي او په دې توګه امنيت او ثبات ته هم لاره هوارېږي.))
د کندهار ولايت د غورک اوسېدونکى حاجي محمدناصر بيا له نوي ولسمشره غوښتنه کوي چې نه يوازې لرو پرتو سيمو ته دې دولت واک وغځوي، بلکې خلکو ته دې خدمات هم ورسوي تر څو په دې توګه د هغوى زړونه خپل کړي.
نوموړي زياته کړه: ((د کندهار ولايت د ځينو لرې  پرتو سيمو او ولسواليو اوسېدونکو تېر ديارلس کلونه د حکومتي واک تر دايرې د باندې په داسې حالت کې ژوند کړى، چې له امنيته نيولې تر پوهنې، روغتيايي خدماتو او نورو اسانتياوو پورې يوه هم ورته برابره شوې نه ده.))
دى وايي، که نوى ولسمشر غواړي د لرو پرتو سيمې اوسېدونکي د ځان کړي، نو دغو سيمو ته دې حکومتداري وغځوي، خلکو ته دې په دولتي چوکاټ کې ټولنيز خدمات (پوهنه، روغتيا، اقتصادي وده) وړاندې کړي، تر څو خلک نوى نظام د ځان وبولي او له زړه يې حمايت او ملاتړ وکړي.
د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ سيمې اوسېدونکى او د انارو باغ لرونکى حاجي محمد سرور بيا د کرنې وده مهمه بولي او وايي کرنه او مالداري د هېواد د زياتره اوسېدونکو لومړۍ مالي او عايداتي سرچينې دي، که پر پښو ودرول شي، ټول هېواد پر پښو درولاى شي.
هغه زياته کړه، نوى ولسمشر دې هڅه وکړي چې کرنه او مالداري عصري کړي، د کندهار کرنيزو محصولاتو او مېوو (انار، انګور، خټکيو، انځرو او نورو) ته نړيوال مارکېټ پيدا کړي، ځکه په اوسنيو شرايطو کې ډېره مېوه يا ضايع کېږي او يا هم په کمه بيه پلورل کېږي، چې کروندګرو او باغ لرونکو ته يې ډېره کمه ګټه رسېږي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٥ کلن بسم الله چې په يوه پښه معلول دى، له نوي ولسمشر څخه د فساد د مخنيوي او په ادارو کې د اهل کسانو د ګومارلو غوښتنه کوي.
دى وايي، فساد نږدې ټولې ادارې ځپلې دي، ډېر خلک په واسطو او زور په ادارو کې مقرر شوي دي، چارواکي د خلکو د ستونزو د حل په کيسه کې نه دي، کلونه کلونه په دې ډول حالت کې تېر شول، نوى ولسمشر دې په دې برخه کې جدي کار وکړي، تر څو هم فساد ختم شي او هم وړ او مسلکي کسان په دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي.
د ثنا په نوم د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکې بيا له نوي ولسمشره د پوهنې د ودې او معياري کېدو تر څنګ د مېرمنو د حقونو د پلي کېدا او هغوى ته د کار او زده کړو د برابرولو غوښتنه کوي.
دغه مېرمن وايي، جګړو او بدمرغيو د بې سرپرسته مېرمنو شمېر لوړ کړى، د دې تر څنګ ګڼ شمېر هغه مېرمنې چې زده کړې يې کړې وړ کار او روزګار ورته نه دى موندل شوى، دغه راز ګڼ شمېر مېرمنې له تاوتريخوالي سره مخ دي او ډېرو نجونو ته د زده کړو حق نه ورکول کېږي.
نوموړي له نوي ولسمشره غوښتنه کوي چې د مېرمنو د يادو شوو ستونزو د هواري په برخه کې د يوه منظم پلان له مخې کار وکړي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى حاجي عبدالصمد يوې بلې ستونزې ته اشاره کوي او وايي، چې په هېواد کې ناامني او ګڼې نورې ستونزې له دې امله هم دي، چې لا هم په ميليونونو افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او د هغه هېواد کړۍ يې د افغانستان پر ضد کاروي.
نوموړى له نوي ولسمشره غوښتنه کوي چې کډوال دې بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي او دلته دې يې د سرپنا او روزګار غم وخوړل شي، په دې توګه به د ګاونډي هېواد د پټو کړيو لاسونه له کډوالو وخېژي او د خپل هېواد پر ضد به يې نه شي کارولى.        

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.