Ghani, Abdullah attend Hashmat’s memorial service

 
کندهار ( پژواک، ١٢ زمرى ٩٣ ) : د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د حشمت خليل کرزي په فاتحه کې ګډون وکړ.
د ولسمشر کرزي د تره زوى حشمت خليل کرزى  چې  د کندهار د ولايتي شورا مخکښ نوماند او په سوېل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسوول او کلک ملاتړى و، د  کوچني اختر په دويمه نېټه د سهار په لس بجې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ په پلمه د يوه تن له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د هغه د فاتحې په مراسمو کې چې په خپل پلرني کلي د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کرز په سيمه کې تر سره شول د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو، يو شمېر مشهورو څېرو، حنيف اتمر، انوارالحق احدي، وحيد الله سباوون، ګل اغا شېرزي، محمود کرزي، شاه ولي کرزي او لسګونو نورو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د حشمت کرزي اروا ته دعا وکړه او هغه يې خپل ورور او ښى لاس وګاڼه.
هغه وويل: ((ما خپله ملا او خپل لاس له لاسه ورکړ.))
نوموړي زياته کړه، حشمت کرزى د مېړانې، مشرتابه او سياسي ارادې سمبول و او ده ته يې د ورورګلوۍ لاس ورکړى و او بلاخره يې خپله ورورګلوي په زبات ورسوله او خپل کړى لوظ يې تر سره کړ.
اشرف غني د حشمت کرزي وژنه د خپلې ورور ګلوۍ او ولس پر ضد يوه توطيه وګڼله او ټينګار يې وکړ، چې د دغسې پېښو مخه يواځې په يووالي او اتحاد نيول کېداى شي او د همدې لپاره به په جديت کار کوي.
ده وويل د حشمت کرزي يو ارمان دا و ، چې د کندهار مشران پر يوه ټغر سره کښېني، تر منځ يې يووالى راشي او د وينو تويېدو لړۍ بنده شي، چې دى به يې دا ارمان تر سره کوي.
نوموړي لا هم کندهار د افغانستان سياسي زړه وګاڼه او ويې ويل ، که دا ولايت ارام وي، معنا يې دا ده ، چې ټول هېواد ارام دى، نو په همدې خاطر به په ټول توان په کندهار کې د ارامۍ د راوستو هڅه کوي.
اشرف غني يو ځل بيا د کندهار له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې د سولې او يووالي فضا به جوړوي ،د ثبات او امنيت راوستو شريک ارمانونه به پوره کوي.
د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله هم د حشمت کرزي پر ژونه خواشيني وښودله او ويې ويل چې هغه يې له نږدې دوستانو څخه و.
هغه زياته کړه، د حشمت کرزي يوه ځانګړتيا دا وه، چې تل يې خپله دروازه او خپله غېږه د خلکو پر مخ پرانيستې وه او د هغوى لاسنيوى يې کاوه.
غونډې ته د حشمت خليل کرزي ورور حکمت کرزي هم وينا وکړه او د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو يې مننه وکړه، چې له  دوى سره يې غم شريکي وکړه.
هغه هم وويل چې د ورور غم يې يواځې د هغه نه دى، بلکې د ټولې سيمې د خلکو دى او د پخوا په څېر به يې له خلکو سره د لاسنيوي او مرستې لړۍ دوام ولري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.