قومي مشران: که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي پراخ لاريونونه به وکړو

 
کندهارښار (پژواک ١٢ وږى ٩٣): د کندهار سلګونو قومي مشرانو په يوه احتجاج غونډه کې ګواښ وکړ ، چې که ټاکنيزې لانجې پاى ته و نه رسول شي او د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان نه شي ، نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه او نيمروز سلګونه قومي مشران نن د وږي په ١٢مه د کندهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې سره راغونډ شوي وو او د ټاکنو د اوږدې پروسې او راولاړو شوو لانجو په اړه يې توند غبرګون وښود.
ويناوالو څرګنده کړه چې د ټاکنو اوږدې پروسې هېوادوال له هره اړخه ځپلي او نور يې زغم پاى ته رسېدلى، په کار ده د ټاکنو خپلواک کمېسيون، ملګري ملتونه او نړيوال څارونکي هر څه ژر د ټاکنو قانوني پايله اعلان کړي.
د کندهار د مدني ټولنو په استازيتوب فريدې سلطاني وويل چې که د ولسمشرۍ دواړه کانديدان  خپلو رايو ته احترام و نه کړي او د څوکيو د وېش پر سر خپلو ناندريو ته دوام ورکړي، نو د کندهار ولسونه به پراخ لاريونونه وکړي.
هغې زياته کړه، د ولس ستونزې له سره هم زياتې وې، خو د ټاکنو د پروسې اوږدوالي هغوى نور هم له اندېښنو او ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار ولايت يوه بل قومي مشر حاجي اسدالله بيا وويل چې خلک د ټاکنو د پايلو ژر اعلان غواړي، خو په دې برخه کې د کانديدانو تر منځ هيڅ راز جوړ جاړى نه شي منلاى.
هغه زياته کړه: ((د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ هر ډول تفاهم ليکونه چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي خلکو ته د منلو وړ نه دي.))
د زابل ولايت يوه قومي مشر محمد داود ګلزار وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډ د هېواد پر امنيت، اقتصاد او ګڼو نورو اغېز کړى  ، روان حالت بهرنيو کړيو ته په هېواد کې د لاسوهنې لاره برابره کړې او په هره برخه کې يې د جرمونو ګراف لوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، ولس نور له دې حالت څخه مايوسه او ستړى دى، د ولسمشرۍ دواړه کانديدان دې د خپلو شخصي ګټو پر ځاى هېوادنۍ ګټو ته ارزښت ورکړي.
د هلمند ولايت قومي مشر انجنير ظريف له هېوادوالو وغوښتل چې له روان ګونګ حالت څخه د راوتلو په موخه دې لاسونه يو کړي او د خپل برخليک ټاکلو لپاره دې خپل اواز پورته کړي.
هغه د ټاکنو له کمېسيون، ملګرو ملتونو او نړيوالو څارونکو وغوښتل چې هر څه ژر د ټاکنو قانوني پايلو اعلان ته زمينه برابره کړي او د ولس انتظار پاى ته ورسوي.
په پلان کې وه چې د کندهار ښار سوداګر، کسب کاران او عام اوسېدونکي تر يادې شوې غونډې وروسته د احتجاج په توګه ټول ښار وتړي او د ټاکنو د اوږدې شوې پروسې پر وړاندې خپل غبرګون وښيي،خو امنيتي ارګانونو يې مخه نيولې ده.
په دې اړه د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري پژواک اژانس ته وويل: ((د کندهار ښار زرګونو سوداګرو، دوکاندارانو، کسب کارانو او عامو اوسېدونکو غوښتل چې د احتجاج په توګه ښار وتړي او د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو او لانجو په اړه خپل غبرګون وښيي، خو د کندهار امنيتي چارواکو هغوى خپلې ارادې ته پرېنښودل.))
هغه دغه کړنه د بيان له ازادۍ او ډيموکراسۍ سره په ټکر کې وګڼله.
خو په خپله امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې ولې يې د خلکو د دغه راز احتجاج مخه نيولې ده.
يوه اوونۍ وړاندې هم د سوېلي زون سلګونو قومي مشرانو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې يو شمېر استازو او ديني عالمانو په يوې پراخې احتجاجي غونډه کې د ملي يووالي د حکومت په نوم له ايتلافي حکومت سره کلک مخالفت څرګند کړى و او هغه يې د هېواد په زيان ګڼلى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.