Reform and Unanimity team alleges fraud

کندهار ښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): په کندهار ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د دويم پړاو په ټاکنو کې درغلۍ شوې او که پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه شي، نو د ټاکنو پايلې نه مني.
په دې اړه د غبرګولي په ٢٨مه په کندهار ښار کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين په دفتر کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د اصلاحاتو او همپالنې او جميعت اسلامي ګوند شاوخوا درې سوه استازو او غړو ګډون درلود.
غونډې ته د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال او د عبدالله عبدالله د کمپاين مسوول کليم الله نقيبي ادعا وکړه چې په دويم پړاو ټاکنو کې د کندهار په سپين بولدک، ارغستان، معروف، ښورابک، ميانشين، غورک او يو شمېر نورو ولسواليو کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني په پلوۍ درغلۍ شوې دي.
هغه زياته کړه، هومره رايې په کندهار ښار کې نه دي کارول شوې، څومره چې په ولسواليو کې کارول شوې دي.
نوموړي د کندهار پر ولايتي ادارې، امنيتي ارګانونو او رسنيو هم تور ولګاوه چې ګواکې د ډاکټر اشرفي غني پلوي يې کړې ده.
نقيبي له دواړو کمېسيونونو او دولت څخه وغوښتل چې د ناپاکو رايو د بېلولو لپاره دې کار وکړي، که داسې ونه شي نو د ټاکنو د پايلې به ورته د منلو وړ نه وي.
په کندهار کې د عبدالله د کمپاين د دفتر مسوول عبدالخالق کندهاري هم وويل چې په ټاکنو کې د مشخص نوماند په ګټه درغلۍ شوې او په دې اړه يې اسناد او شواهد هم راټول کړي دي.
هغه هم د پاکو او ناپاکو رايو د بېلولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که داسې وشي نو ډاکټر عبدالله په دغو ټاکنو کې بريالى دى.
د قومي مشرانو له ډلې د حيات الله شاولي په نوم د شاوليکوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر بيا تور ولګاوه چې د ټاکنو کمېسيون خپلواک نه دى او د ولسشمرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي پلوي کوي.
هغه وويل چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم به د خپلو پلويانو د رايو دفاع کوي.
د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم وړاندې شو، چې په کې د کندهار د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د تقلبي رايو د باطلېدو غوښتنه شوې وه.
په پرېکړه ليک کې دغه راز غوښتنه شوې وه، چې د ټاکنو کمېسيون په درغليو تورن کارکوونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او له هغو امنيتي چارواکو، ولسوالانو او نورو سره دې قانون چلند وشي چې د مشخص نوماند په ګټه يې کار کړى دى.
دغه راز د پرېکړه ليک له لارې د ټاکنو د څارنې له ټولنو هم غوښتنه شوې وه، چې د پاکو او ناپاکو رايو د بېلولو لپاره دې خپلې دندې او مسووليتونه تر سره کړي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ په کندهار کې د تحول او تداوم ټيم او د کندهار د مدني ټولنو استازيو په يوې احتجاجي غونډه کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله څرګندونې وغندلې او دا يې د خلکو د ملي ارادې سپکاوى وباله.
په دې ولايت کې د تحول او تداوم د دفتر مشر حاجي اغا لالى دستګيري وويل، چې هغوى هيڅکله د درغليو هڅه نه ده کړې او يوازې يې په دويم پړاو کې قوي نظارت کړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.