Add new comment

Civil society stresses election credibility

 
کندهار (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د کندهار مدني ټولنو د يوې غونډې له لارې د ولسمشرۍ له دويم پړاو وروسته را پيدا شوې ستونزې د اندېښنې وړ وبللې او په هر قيمت يې د ټاکنو د اعتبار پر ساتلو ټينګار وکړ.د مدني ټولنو بېلابېلو استازو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ١٩مه) په کندهار پرېس کلب کې په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر د انځور سپکاوى او دغه راز د ولسمشرۍ د يوه کانديد او د هغه د پلويانو له خوا د موازي حکومت جوړېدل د قانون خلاف او د کرکې وړ کړنې وګڼلې.
د غونډې يوه ويناوال احمدشاه سپر وويل، خلک د مشروع او قانوني حکومتونو د جوړولو لپاره خپله اراده تمثيلوي او په دې توګه هڅه کوي مسوول او ځواب ويونکى حکومت رامنځ ته کړي.
هغه زياته کړه، د ١٣٩٣ لمريز کال ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ د پياوړي کېدو نښه ده، چې دغه ټاکنې نه يواځې په کور دننه، بلکې له هېواده بهر هم وستايل شوې او دا يې د افغانانو لويه لاسته راوړنه وګڼله.
خو هغه خواشيني وښوده، چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته ځينې ستونزې، دعوې او جنجالونه رامنځته شوي چې هېوادوال يې له اندېښنو سره مخ کړي دي.
سپر په دې لړ کې د لويې جرګې په خېمه کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له خوا د ولسمشر د انځور سپکاوى او د هغوى له خوا د موازي حکومت د جوړولو هڅې ناقانونه هڅې وګڼلې او ويې ويل چې دغه راز اعمال د هغوى پر وړاندې د ولس کرکه راپاروي.
ليکوال او څېړونکي نجيب الله هوتکي هم په خپلو خبرو کې دغه ډول کړنې په سختو ټکو وغندلې او له هغوى يې وغوښتل چې د ټاکنو د کمېسيونونو پرېکړو ته درناوى وکړي او له داسې څرګندونو او حرکتونو دې ډډه وشي، چې سيمه ييز او ژبني تعصبات زېږوي.
نوموړي وويل، ولس هېڅ ډول اېتلافي او د معاملو پر بنسټ جوړ شوى حکومت نه مني، په کار ده چې د تحول او تداوم ټيم د خپلې بريا په صورت کې له ولس سره کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
ده زياته کړه، که څوک هم ناقانونه کړنې ترسره کوي او يا هم د بحران هڅې کوي، نو د ده په وينا: "د کندهار ټول اوسېدونکي به يې پر وړاندې په جدي توګه درېږي."
د غونډې بل ويناوال انجنير کبير دروېش بيا د ولسمشرۍ له دواړو ټيمونو وغوښتل چې د ټاکنو د پايلو تر رسمي اعلان وړاندې دغه قضاوت نه کوي او تر هغو دې انتظار وباسي، چې د رايې شمېرنې بهير په شفافيت پای ته ورسېږي او پايله معلومه شي.
هغه زياته کړه، د ملت غوښتنه دا ده چې په هر قيمت بايد د ټاکنو اعتبار وساتل شي، د ملت د هيلو، ارادې او غوښتنو احترام وشي، د ځوانانو له احساساتو سره لوبې ونه شي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وښودل شي.
د غونډې په پاى کې د ټولو په موافقه يو پرېکړه ليک هم وړاندې شو، چې په کې د ټاکنو له کمېسيونونو څخه په امانتدارۍ د پاکو او ناپاکو رايو د جلا کولو غوښتنه شوې وه او پر کانديدانو ټينګار شوى و، چې د خپل ملي مکلفيت له مخې، د ټاکنو وروستۍ پايلې ومني او په دې توګه د سياسي واک سوله ييز لېږد ته لاره هواره کړي.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى و، چې د افغانستان ملي واکمني، ملي يووالی او ملي سلامتيا د ټولو سياسي هڅو او بهيرونو مهمې موخې دي. موږ له نوماندانو او د هغوی له پلويانو غوښتنه کوو چې له داسې ګواښونو په کلکه ډډه وکړي چې ملي واکمنۍ او ملي يووالي ته زيان رسوي. افغان ولس چې لا هم د تپل شوې جګړې ناخوالې ګالي، د نورو بحرانونو او تاوتريخوالي زغم نه لري.
دغه راز په دغه پرېکړه ليک کې له دواړو لورو غوښتنه شوې وه، چې د خپل منځيو سياليو په ترڅ کې د افغانستان د ملي ارزښتونو درناوی وساتي، د افغانستان منتخب ولسمشر د ملي واکمنۍ سمبول دی او د لويې جرګې په خېمه کې د هغه د انځور راغورځول او بې حرمتي، ملي واکمنۍ ته سپکاوی دی، په همدې تړاو له عدلي او امنيتي ارګانونو غوښتل شوي، چې د هېواد د ملي ارزښتونو او سلامتيا د ساتنې په موخه دا ډول پېښې تعقيب او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
په پرېکړه ليک کې له امنيتي ځواکونو هم جدي غوښتنه شوې وه، چې د هېواد په دې حساسو او تاريخي شېبو کې د خپل ملي مسووليت له مخې له ملي واکمنۍ، امن او نظم څخه کلکه ساتنه وکړي او په دې برخه کې د مغرضو او مخربو کسانو د هر ډول ګواښونو مخنيوی وکړي.
دغه راز د پرېکړه ليک په يوه برخه کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي، لکه څرنګه چې تر اوسه يې په افغانستان کې د قانوني نظام او ولسواکۍ له پياوړتيا سره مرسته کړې ده، تر دې وروسته دې هم له قانوني بنسټونو او منتخب نظام کلک ملاتړ او ننګه وکړي او د لاسوهنې پر ځای دې لازمه مرسته او مشوره ورکړي او د هغو عناصرو مخه دې ونيسي، چې غواړي دا هېواد يو ځل بيا د بې ثباتۍ پر لوري بوځي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.