Dead among Kandahar PC seat winners

کندهار ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د کندهار د ولايتي شورا د برياليو کانديدانو په لړ کې د دوو وژل شويوکانديدانو نومونه هم راغلي دي.

دغه کانديدان يو حشمت خليل کرزى دى چې د ١١٨١٨ رايو په لرلو سره د نوملړ په لومړۍ شمېره او بل خان محمد افغان دى چې د ٨٣٢٥ رايو په لرلو د نوملړ په اوومه شمېره کې ځاى لري.

حشمت خليل کرزى د زمري په ٧مه، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ په پلمه د يوه تن له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او خان محمد افغان د چنګاښ په ٧مه، د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کې د تالاشۍ پر مهال د پوليسو له لوري ووژل شو.

د دغو دوو تنو وژل شويو نوماندانو نومونه په داسې حال کې د برياليو کانديدانو په نوملړ کې راغلي چې د اساسي قانون مطابق که کوم کانديد خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو پر ځاى يې د کمېسيون له ترتيب شوي لېست څخه هغه وروستى نوماند راځي چې ډېرې رايې يې وړې وي.

د ټاکنو کمېسيون د رسنيو کمېشنر نجيب اڅکزي هم وايي، چې له قانون سره سم د برياليو کانديدانو په لېست کې بايد د وژل شويو پر ځاى د هغو وروستيو نوماندانو نومونه راشي، چې د ټاکنو کمېسيون د لېست مطابق يې رايې ډېرې وي.

هغه د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې اړه د ټاکنو قانون د ٣١مې مادې په ٣ بند کې راغلي: ((كه چيرې د ولايتي شورا غړى، د مشرانو جرګې د غړي په توګه وټاكل شي يا و نه شي كړلاى د ولايتي شورا څوكۍ ونيسي يا د ځينو دليلونو له مخې د ولايتي شورا د تصدۍ پر مهال څوكۍ ترك، وفات او استعفا و كړي، يا په بله رسمي دنده مقرر شي، يا د قانون له مخې خپل غړيتوب له لاسه وركړي، يا داسې معلول يا معيوب شي، چې په دايمي توگه د دندې د اجرا خنډ شي، د هغه څوكۍ د كمېسيون له ترتيب شوي لېست سره سم، د عين جنس (نرينه يا ښځينه) د ډېرو رايو په ګټونكي وروستي نوماند پورې اړه مومي.))

خو نوموړي يادونه وکړه چې تر دې وړاندې که د هېواد په کچه د ولايتي شوراګانو او يا ولسي جرګې کوم نوماند وژل شوى، نو يا يې ځاى تش پاتې شوى او يا يې پر ځاى د هغه د کورنۍ کوم بل غړى راغلى دى.

خو هغه دا کړنه د قانون خلاف ګڼي او وايي، چې دا ټاکنه بايد د قانون له مخې د اهليت پر بنسټ وشي، نه د اړيکو او ارتباطاتو پر بنسټ.

بل خوا د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري وايي، چې د ټاکنو د قانون دا ماده هغه مهال د پلي کېدو وړ ده چې نوماند په خپل مرګ وفات شوى وي، خو څو کاله وړاندې کابينې په دې برخه کې پرېکړه کړې چې که يو نوماند ترور شي، نو ځاى يې تش پاتې کېږي.

هغه پژواک اژانس ته د بېلګې په توګه د کندهار د ولايتي شورا دوه مخکينۍ دورې يادې کړې چې په لومړۍ دوره کې د ولايتي شورا دوه غړي ستاره اڅکزۍ او محمد يونس حسيني او په دويمه دوره کې د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزى ووژل شول، خو څوکۍ يې تر پايه تشې پاتې وې.

بل خوا د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې برخه کې دې د ټاکنو له قانون سره سم کړنه وشي.

د کندهار ښار د کابلشاه سيمې يو اوسېدونکى حاجي ګل احمد پژواک اژانس ته وويل چې له قانون سره سم دې د وژل شوي کانديد پر ځاى هغه څوک وټاکل شي چې د لېست په پاى کې يې تر نورو رايې ډېرې وي.

دى وايي، په دې توګه به څوکۍ تشه نه پاته کېږي او بل راغلى کانديد به وکړاى شي چې د خلکو استازيتوب وکړي.

په دې اړه مو د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رييس د نظر اخيستو هڅه هم وکړه، خو و نه توانېدو.

د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون شاوخوا ٨٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې شل سلنه يې نوي ځوانان او پاتې نور يې د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور وو.

په تېرو دوو دورو کې د کندهار ولايتي شورا د غړيو ټول شمېر ١٥ تنه وو، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنې يې ښځې وې، خو اوس دغه شمېره ١٩ تنو ته لوړه شوې، چې ١٥ يې نارينه او ٤ تنې به يې ښځې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.