کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): ولسمشر غني په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلې رايې له کارولو وروسته پر دې باندې په ټينګار سره چې هېڅ تخلف د منلو نه دى، وايي چې سږنۍ ټاکنې د ملي یووالي پر ټاکنو بدلې شوې او د رایو د بانکونو په له منځه تلو سره د ولس ملي ارادې ته لا زیاته زمینه برابره شوې ده.
نوموړي، نن سهار د اماني لېسې د رايې ورکولو په مرکز کې خپله رایه ورکړه.
ولسمشر غني چې د هېواد لومړۍ مېرمن او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح یې ملتیا کوله، له رایې ورکولو وروسته وویل، د خدای (ج) شکر ادا کوي چې نن د افغانستان اسلامي جمهوریت دوام د ولس په ازاده رایه عملي کېږي.