کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د امنیتي سرتېرو اصلي دنده د امنیت ټينګښت او د رڼو ټاکنو د زمینې برابرول بولي او وايي چې هېڅ امنیتي چارواکی د کوم ځانګړي نوماند د پلوۍ حق نه لري.
اجرايیه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل مهم وبلل او د هېواد له امنيتي سرتېرو یې وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله بېطرفي وساتي او د قانون له مخې خپلې دندې ترسره کړي.