کابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو پخواني نوماند ابراهیم الکوزي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه د نوماندانو له وخت مخکې قضاوت له قانونه سرغړونه بللې او له نوماندانو یې غوښتي چې د کمېسیون پرېکړې ته په تمه شي.
کابل (پژواک، ۱۴ ميزان ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټولو ولایتونو حساس ټاکنیز توکي کابل ته را رسېدلي او تر اوسه د کابل په ګډون د لسو ولایتونو د رایو پایلې څېړل شوې دي. د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې اورنګزیب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بایومټریک وسایلو او رایو د پایلو جدولونو په ګډون ټاکنیز حساس توکي له ټولو ولایتونو د دغه کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.
کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۸): د مجما څارونکې ډله وايي چې له يو شمېر ستونزو سره سره ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په پرتله په ښه ډول سره مديريت شوې. دغه څرګندونې د څارونکو بنسټونو (مجما) يو شمېر غړو د تلې په ١١مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې. د ولسمشرۍ ټاکنې چې تېره شنبه (د تلې په شپږمه) ترسره شوې د ۱۳ نوماندانو ترمنځ په دې ټاکنو کې نږدې درې ميليونه خلکو برخه واخيسته.
د ټاکنیزو درغلیو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې باید وڅېړل شي
کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): ځيني کسان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ظاهراً«د تقلب خپرې شوې ويډيوګانې» د نوماندانو د بدنامولو هڅه بولي، خو مسوول ارګانونه که څه هم له بايومټريک پرته رايې ناچلې بولي، وایي چې دا ډول ويډیوګانو څېړي.
په خواله رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوې دي چې يو شمېر کسان له بایومټریک پرته د مشخصو نوماندانو لپاره پر رای پاڼو ټیک مارکونه لګوي.
کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغه کمېسیون کې د ټاکنو د ناظرینو د نه شتون په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې تر اوسه له ولسوالیو تر ۹۳ سلنه ډېر ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالاننشا رئیس حبیب الرحمن ننګ پژواک خبري اژانس ته وویل، کمېسیون ۴۳۵ ولسوالیو ته ټاکنیز توکي رسولي وو چې تر اوسه د ۴۰۷ ولسوالیو ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکز ته رسېدلي، خو د پاتې ۲۸ نورو ولسوالیو توکي تر اوسه د ولایتونو مرکزونو ته نه دي رسېدلي. د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د ټولو ولسوالیو ټاکنیز توکي د تلې تر ۱۳مې نېتې کابل ته راوړل شي.
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د هېواد د ٢٩ ولايتونو په ٣٧٣٦ مرکزونو کې تر دوه ميليونه ډېرې رايې کارول شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا محمد عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د رايې کولو له ټولو ۴۵۲۲ مرکزونو د ۳۷۳۶ مرکزونو رايې کمېسيون ته رسېدلې دي. ده دې ته په اشاره چې د ٧٨٦ مرکزونو رايې کمېسيون ته د رسېدو په حال کې دي، په ٢٩ ولايتونو کې دوه ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايې استعمال کړې دي. د ولسمشرۍ ټاکنې دوه ورځې مخکې د تلې په ٦مه ترسره شوې او خلکو ١٣ نوماندانو ته رايه ورکړه.
کابل (پژواک ٨ تله ٩٨): د دولت جوړوونکي ټيم مرستيال له نورو ټاکنيزو ټيمونو وغوښتل چې د لفظي شخړو او د لارې د سر ادبياتو په کارولو سره د خلکو ذهنونه نه مغشوش کوي او د ټاکنو د پايلو په اړه دې رسمي قضاوت ته غاړه کېږدي. امرالله صالح دغه څرګندونې، نن ماخوستن په کابل کې په جوړه شوې خبري ناسته کې وکړې. دوه ورځې مخکې (د تلې ٦مه) د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په ګډون په کې ١٣ تنو له يو بل سره سيالي وکړې او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې يې د تلې مياشتې په ٢٧مه اعلان شي.
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولين وايي چې تر اوسه د ۳۵۶ ولسوالیو د ټاکنو حساس مواد د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي او نور به هم ډېر ژر ورسيږي. دغه څرګندونې د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا رييس حبيب الرحمن ننګ د تلې په ۸ مه په پلازمېنې کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې. هغه وویل چې تر دې مهال له ٣٥٦ ولسواليو څخه حساس مواد د ولايتونو مرکزونو ته د ځمکې او هوا له لارې رسېدلي او پاتې نور هم د رسېدو په درشل کې دي. ده وویل چې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ به له پلان سره سم دټولو ولایتونو حساس مواد کابل ته را انتقال شي.
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر له خوا په کندهار کې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د ګډون کوونکو کسانو په اړه خپرې شوې شمېرې د ولایتي دفتر له شمېرو سره توپیر لري او شنونکي دغه چاره د پوښتنې وړ بولي.
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په داسې حال کې وایي رایې یې ډېرې دي او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي چې د ټاکنو کمېسیون وایي هېڅ نوماند حق نه لري چې خپله بریا اعلان کړي. د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تېره شنبې (د تلې په شپږمه) تر سره شوې او تر اوسه یې لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوي. ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل:"کوم معلومات چې موږ ته له ولایتونو را رسېدلي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم رایې لوړې دي. ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي، زموږ ټیم ګټوونکی دی."