د ټاکنیزو درغلیو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې باید وڅېړل شي

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): ځيني کسان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ظاهراً«د تقلب خپرې شوې ويډيوګانې» د نوماندانو د بدنامولو هڅه بولي، خو مسوول ارګانونه که څه هم له بايومټريک پرته رايې ناچلې بولي، وایي چې دا ډول ويډیوګانو څېړي.

په خواله رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوې دي چې يو شمېر کسان له بایومټریک پرته د مشخصو نوماندانو لپاره پر رای پاڼو ټیک مارکونه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وایي، یواځې هغه رايې اعتبار لري چې په بایومټریک سیستم کې ثبت شوې وي.

د صفت الله اميني کابل په نوم يوه کس په خپله فېسبوکپاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې د ه چې يو کس د رايې ورکولو په پاڼو کې د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني د نوم او ټاکنيزې نښې مخ ته ټیک مارکونه لګوي، پاڼې مهر کوي او پر پاڼو یو کاغذ هم لګوي. په ويډیو کې د یاد کس مخ نه ښکاري.

صفت الله امیني له دې ويډيو سره ليکلي: "ټاکنيزو کمېسيونونو چېرې ياست، کاڼه ياست که ړانده!؟"

 د سید عبدالغفور ژیان په نوم کس هم په خپله فېسبوکپاڼه کې دوه ویډيوګانې خپرې کړې دي.

په دغو ويډيوګانو کې ځيني کسان چې مخونه یې نه ښکاري، په رای پاڼو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د نوم مخې ته ټیک مارکونه لګوي.

په یوه ويډيو کې یو کس بل ته وايي: "يو ډول ټیک مارک مه لګوه چې پوهېږي..."

همداراز په بله ويډيو کې هغه کسان چې د ډاکټر عبدالله په ګټه رايې ورکوي، وايي: "زنده باد نهمه شمېره، زنده باد مقاومت؛ نهمه شمېره ګټونکې ګرځوو، راوړئ نورې راوړئ!"

ژیان له يادو ويډيوګاني سره ليکلي: "دا هم د تقلب ويډيو! د تقلب منتقد؛ په خپله د تقلب مرتکب شوی! د ثبات او همپالنې په ګټه ډله ییزې رايې."

عبدالقيوم صافي هم په خپله فېسبوکپاڼه کې يوه ويډيو خپرې کړې ده؛ په دې ويډیو کې ليدل کېږي چې یو کس په رایپاڼه کې د ولسمشرۍ نوماند ګلبدين حکمتيار د نوم مخې ته ټیک مارکونه لګوي.

په ويډيو کې يو کس وايي: "ودرېږه! وبښه ملګريه دغه حکمتيار.... حکمتيار دې ژوندی وي."

په دې ويډیو کې هم د چا مخونه نه ښکاري او یواځې د ويډیو په پای کې د یوه کس مخ لږ څرګندیږي.

له یادو درېیو ويډیوګانو پرته ځينې نورې ورته ويډيوګانې هم په خواله رسنیو کې خپرې او لاس په لاس شوې دي.

په دغو ويډیوګانو کې هم ښکاري چې ځیني کسان د بېلابېلو نوماندانو په ګټه رایې کاروي.

 

 

 

 

 

"دا ډول ويډیوګانې اعتبار نه لري"

د فېسبوک ځيني کاروونکي دغو ويډیوګانو ته د شک په سترګه ګوري.

مجيد قرار ليکلي: "د تقلب ويډيوګانې د هېڅ لوري هم اعتبار نه لري؛ دغه کار يو څوک دستوري هم کولای شي او د يوه پلوي له خوا خپلسری عمل هم. د دې شواهدو ثقه توب معلومول تخنيکي کار دی چې د ټاکنو کمېسيون يې کولای شي."

حقمل نوروز هم په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: "هېوادوالو لطفاً، د ټاکنو هغه جعلي ويډيوګانې چې سرچینه او ځای یې نه دي څرګند او د کسانو مخونه نه ښکاري، مه خپروئ، د ذهنونو له مغشوشېدو پرته هېڅ ګټه نه لري، پرېږدئ چې د ټاکنو پايلې رسماً اعلان شي. د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ټول شکايتونه فلتر کوي.‎ چا چې رايه ورکړې، په يقين سره ويلي شي چې د هېڅ ډول تقلب امکان نشته."

 

ويډیوګانو باید وڅېړل شي:

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه رایې چې بایومټریک شوې نه وي، نه شمېرل کېږي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره د منلو وړ نه دي.

هغه د يادو خپرو شوو ويډيوګانو په اړه وويل: "د دغو ويډيوګانو تحليل، تجزيه او څېړل د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کار دی؛ د شکایتونو کمېسیون د يوې ټاکنيزې محکمې حيثيت لري، ډاډمن یو چې دغه ويډيوګانې به څېړل کېږي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ (فيفا) اجرایوي مشر يوسف رشيد هم د یادو خپرو شوو ويډيوګانو په اړه ورته نظر لري: "د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دې دغه ويډيوګانې له تخنيکي او حقوقي پلوه وڅېړي."

د ده په وينا، له تخنیکی پلوه که تقلب شوی وي، نو باید څرګنده شي چې په کومه سیمه کې، چا او د کومو امنیتي ځواکونو تر اغېز لاندې شوی دی.

هغه زیاتوي: "له حقوقي پلوه ځکه بايد وڅېړل شي چې د دغه تقلب انګېزه څه ده؟ درغلي، د پروسې بدنامول او که کومه بله انګېزه."

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د وياند مرستيال محمد رضا فياض وایي: "موږ دغه ډول ويډيوګانې ترلاسه کړې دي، په دې تړاو زموږ څېړنې روانې دي، څو د يادو ويډيوګانو واقعي توب څرګند شي."

دی هم وايي، هغه رايې به شمېرل کېږي او اعتبار به ورکول کېږي چې د بايومټريک سیستم له لارې کارول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنې هم د درغلیو د ادعاوو له امله کړکېچ ته ولاړې او تر ډېرو لاریونونو او ناندریو وروسته د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ او په پایله کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

په دغه حکومت کې محمد اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله د حکومت اجرائیه رییس شو.  

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.