"کميسيون انتخابات، به تمام نگرانى هاى نامزدان جوابده مى باشد"

کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولين وايي چې تر اوسه د ۳۵۶ ولسوالیو د ټاکنو حساس مواد د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي او نور به هم ډېر ژر ورسيږي.
دغه څرګندونې د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا رييس حبيب الرحمن ننګ د تلې په ۸ مه په پلازمېنې کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.
هغه وویل چې تر دې مهال له ٣٥٦ ولسواليو څخه حساس مواد د ولايتونو مرکزونو ته د ځمکې او هوا له لارې رسېدلي او پاتې نور هم د رسېدو په درشل کې دي.
ده وویل چې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ به له پلان سره سم دټولو ولایتونو حساس مواد کابل ته را انتقال شي.
ننګ زیاته کړه، تر اوسه داسې کوم مرکز نه شته چې د ټاکنو کمېسیون دې د چارو او کړنو په اړه خبر نه وي.
هغه زیاته کړه چې له ټول افغانستان څخه ‎په انلاین ډول ۷۵۰۰ د پايلو پاڼې (رېزلشیټونه) مرکزي دفتر ته رسېدلي او د پاتې نورو به هم ورسیږي.
ننګ وایي، هېڅ نوماند حق نه لري چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي، ځکه دغه کار يواځې د کمېسيون مسووليت او حق دى.
د نوموړي په وينا، د شکايتونو تر څېړلو وروسته به د تلې په ٢٧ مه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.
د يادونې ده چې د تلې په شپږمه د راتلوونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.