کابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو پخواني نوماند ابراهیم الکوزي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه د نوماندانو له وخت مخکې قضاوت له قانونه سرغړونه بللې او له نوماندانو یې غوښتي چې د کمېسیون پرېکړې ته په تمه شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د ملي يووالي حکومت اجرایيه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي وو چې د تلې د شپږمې په ټاکنو کې ډېرې رایې لري او اړتیا نشته چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې چې هېوادوالو په کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې؛ د ټاکنو د مهال وېش له مخې به د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.
محمد ابراهیم الکوزی چې د اشرف غني په ملاتړ له خپلې نوماندۍ تېر شوی، نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان دې پرېږدي چې د ټاکنو کمېسیون په پوره خپلواکۍ د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي.
هغه د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه له وخته مخکې قضاوت له قانونه سرغړونه وبلله او ويې ویل چې د ټاکنو د پایلو اعلان، له قانون سره سم په ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري او نوماندان حق نه لري چې ځان کټونکی اعلان کړي او دا ملي بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.
 نوموړي له دولت جوړونکي ټېم سره یوځای کېدو ته په اشاره زیاته کړه: «د نظام د نه خرابېدو او د پردیو د پرېکړو د نه عملي کېدو لپاره، له خپلې نوماندۍ تېر او د اشرف غني له ټېم سره یوځای شوم؛ خو که بیاهم د خلکو په زیان وي خپل دریځ نیسم.»
الکوزي د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ته په اشاره وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان غواړي له دې شورا د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.
 هغه له جزيیاتو پرته وویل: «د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان د نورو په غوښتنه له دغې شورا استفاده کوي.»
 
نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له شورا وغوښتل چې عامه ذهنونه خراب نه کړي او له هېواده د پانګې او پانګه والو د تېښتې لامل نه شي.
 الکوزي د موقت حکومت جوړونې په اړه ځینو خبرو ته اشاره وکړه او ويې ویل، ټاکنې رڼې ترسره شوې او په داسې وضعیت کې د موقت حکومت جوړېدل د هېواد په کټه نه دي.
 دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د تېرې ورځې په خبري غونډه کې، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل ویلي و، په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکى ټېم هڅه کوي چې غیربایومټریک رایو ته هم مشرعیت ورکړي.
نبیل زیاته کړه: «موږ داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې یې نوماندانو خپل کمپاینونه له بیت الماله تمویلول، تورې رایې یې راټولې کړې، دا مهال کوښښ کوي چې د بیت المال له پیسو په هغه لاریونونو لګښت وکړي چې د غیر بایومټریک رایو د شمېرلو لپاره ترسره کېږي.»
 
 بلخوا د محمد ابراهیم الکوزي د ټېم لومړي مرستیال یحیی ویاړ چې د نن ورځې په ناسته کې یې خبرې کولې، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې د خلکو پاکو رایو ته احترام ولري او د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د ټاکنو د پایلو اعلان ته په تمه شي.
ویاړ د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر شورا نیوکه وکړه او ويې ویل: «د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د خلکو لپاره ملي پرګرام نه درلود؛ نو له همدې امله له دوی جلا او له دولت جوړونکي ټېم سره یوځای شوو.»
 دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ټاکنیزو کمېسیونونو د ولسمشرۍ ټاکنو د ځینو نوماندانو د بریاو د ادعاوو په غبرګون کې له دوی غوښتي وو چې له وخته مخکې دې د بریا اعلان نه کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.