کابل(پژواک١٨ورى٩٢): د پوهنې وزير وايي،د افغانستان په ګاونډ کې ځينې کړۍ ، چې تر اوسه يې ښوونځي سوځول اوس يې د تعليمي نصاب په اړه په غلطو تبليغاتو لاس پورې کړى دى .
د پوهنې وزيرغلام فاروق وردګ نن مشرانو جرګې ته ددې لپاره غوښتل شوى و، چې په روان تعليمي کال کې د دې وزارت د پلانونو او په هېواد کې د پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو نيوکې کولې ، چې په هېواد کې د مسلکي استادانو د کمښت او د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون ترڅنګ ، د پوهنې وزارت له لوري چاپ شوي ځينې درسي کتابونه املايي غلطۍ لري.