بروکسل ( پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۲ ) : د امریکا د دفاع وزیر وایي، چې دوی په افغانستان کې امنیتي چارې لیږدوي، نه دا چې دوی افغانستان پریږدي.
د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل دغه څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته دغبرګولي په ۱۵مه، په بروکسل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، چې د ناټو او ایساف د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې دافغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغان ځواکونه اوس کولی شي د خپل ټول هیواد امنیت او د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.